اسلام آباد 03 مئی (اے پي پي) صدر آصف علي زرداری وئيلي دي د پاکستان آئین د صحافت د آزادۍ ضمانت وركوي،د میډیا ذمه واري ده چې د صحافتی اخلاقیات خيال اوساتي، خبريالان دې د قامي مفادات تر مخه ذمه وار او ښه رپورټنګ وكړي ،میډیا بايد د جعلی خبرونو مخنيوے او د اخلاقی اقدارو ودې له خپل كردار ترسره كړي۔ د صحافت آزادۍ نړيوالې ورځ په موقع په 3 مئی 2024 خپل پیغام كښې صدر مملکت آصف علي زرداری ووئيل نن مونږ میډیا د آئین له مخې خپلواكه او متنوع جوړولو له د ماحول وركولو لپاره په عزم د صحافت د آزادۍ ورځ لمانځو، د صحافت د آزادۍ نړيواله ورځ مونږ له په خپل هېواد كښې د صحافت د آزادۍ په صورتحال د غور کولو موقع راكوي،دا ورځ خبريالانو له د يو محفوظ او ښه ماحول پیدا کولو د هڅو يادګېرنه ده ۔ده ووئيل يو آزاد پریس د نړيوال اهمیت مسئلې رامخې ته كولو ، جعلی خبرونو او د توهمات لرې كولو سره د ټولنې نګرانی لپاره ضروري ده ۔ صدر مملکت ووئيل موسمیاتی بدلون ، ګرین ټیکنالوجیز، خيرنوالے او ګلوبل وارمنګ پشمول نړيوالو مسئلو په اړه خبرتيا پیدا کولو كښې میډیا مهم کردار ترسره كوي، سږ كال د صحافت د آزادۍ د نړيوالي ورځ سرخط’’سیارے لپاره پرېس د ماحولیاتی بحران سره مخ صحافت ‘‘دے، ماحولیاتي بدلون په اړه انسانی ژوند او په ماحول اثرات په اړه خبرتيا پيدا كولو له آزاد صحافت مهم دے، ده ووئېل میډیا وګړو ته په ماحولیاتی نظام د موسمیاتی بدلون منفی اثرات کمولو له د ماحول تحفظ ترغیب وركولو كښې خپل كردار ترسره كولې شي،بايد يو آزاد او ذمه وار پرېس د موسمیاتی بدلون په اړه د ګمراه كوونكو معلوماتو په ضد د هر اول ډلې په توګه كار وكړي۔ صدر مملکت ووئيل ټوله نړۍ كښې خبريالان خپل كار كولو كښې چيلنجونو سره مخ دي۔ صدر مملکت ووئيل ټوله نړۍ كښې د جمهوري اقدار ودې، سماجی او اقتصادی مسئلو او په خاص توګه د ماحولیاتی بدلون منفي اثرات په اړه بیداری پیدا کولو كښې میډیا د ستائنې وړ كردار ترسره كوي ،هيله لرو چې میډیا د نړيوال تشویش مسئلو په اړه بیداری پیدا کولو كښې تعمیری کردار ترسره كړي، ده ووئېل باور لرم چې د میډیا د اړخه د موسمیاتی بدلونونو غوندې چارو وکالت په سوب به په نړيواله كچه تحریك راپیدا شي۔
متعلقہ مضامین
-
ATM Issue, Federal Ombudsman orders Bank to pay citizen
-
Free eye camp for police officials
-
Masses have rejected Imran’s protest call, says Marriyum
-
CEC orders probe into firing incident in PP-167 by-poll
-
ECP directs arrest of people involved in PTI-PML-N clash
-
LHC issues notice to Punjab IGP for disobeying court order
-
Construction underway at 10 sites of Dasu dam
-
ECP directs arrest of people involved in PTI-PML-N clash
-
Woman, two daughters die in roof collapse incident in Karachi
-
Construction underway at 10 sites of Dasu dam
-
PM Shehbaz appears before court in Ashiana Housing scheme, Ramazan Sugar Mill cases
-
Flight schedule disrupted at Allama Iqbal Airport