اسلام آباد۔30اپرېل(اے پی پی) پاكستان د كشمير او فلسطين حواله وركولو سره د ملګرو ملتونو كمېټي آن انفارمېشن ته وئيلي دي بهرني قابض رياستونه د بې بنسټه خبرونو او ناوړه معلومات د لارې د خپلواكۍ حق په شمول هر ډول آزادۍ څخه د محروم اولس غږ غلے كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم تېره ورځ د ملګرو ملتونو كمېټي آن انفارمېشن ته ووئيل مونږ د غزه په جنګ او جمو و كشمير كښې پرله پسې د دې مشاهده كوؤ۔ دا كمېټي د ملګرو ملتونو د نړيوال مواصلات څانګې (ډي جي سي) د كار نګراني كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دوهم مستقل استازي عمثان جدون د كمېټۍ د 46 مې غونډې مشري كوي۔ مستقل استازي منېر اكرم په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د ډیجیټل میډیا كارول د بهرنۍ قبضې او جارحيت ښكار كسانو په مجرمانو بدلولو ٬ اسلامو فوبيا ته وده وركولو له د ناسمه معلومات او ډس انفارمېشن په خپرولو كښې د زياتې اضافې سبب جوړېږي۔ ده ووئيل پاكستان به په ډیجیټل پلېټ فارمز د معلوماتو سالمتيا لپاره په بېن الحكومتي توګه د وضع كړې ضابطه اخلاق د پېشرفت هركلے كوي۔ پاكستان له به د ناسمو معلوماتو مخنيوي او ډيجيټل نګرانۍ لپاره د مصنوعي زېركتيا ټولز مخ په زياتېدونكي كارېدو مخنيوي ته پاملرنه كول وي۔ ده مندوبينو ته ووئيل د قابضو چارواكو لخوا د آزادۍ تحريك غېر قانوني ګرځول او د ويرې ٬ دړكو او تشدد چاپېريال برقرار ساتلو له انفارمېشن مخصوص مقاصدو له كارول ٬ د انټرنېټ بلېك آؤټ ٬ سنسرشپ او د ميډيا د خصوصي قوانين كارول يوه د غندنې وړ منصوبه ده۔ دې څخه وړاندې د پاكستان دوهم مستقل استازي عثمان جدون خپل صدارتي خطاب كښې ووئيل نړيوالې ورورولۍ ته په پېښو عصري چېلنجونو كښې په كومو كښې چې د جغرافیائی سیاسی كړكېچ تجديد او او د ناوړه شوي تلپاتي پرمختګ او د ماحولياتي بدلون ستونزه شامل ده يوه جلا معلوماتي اړخ لري۔ ده خبردارے وركړو چې زمونږ چاپېرچل كښې د دروغو او پروپېګنډې خپور شوي جال د لاسه ريښتيا او حقائق معلومول زيات ګران شوي۔ ده د سمو٬ د باور وړ او په وخت معلومات باوري كولو له د كمېټۍ مهم كردار په ډاګه كولو سره په راتلونكو ورځو كښې د بحث د عناوينو خاكه وړاندې كړه په كومه كښې چې د رائے عامه په تشكيلولو كښې د ميډيا كردار ٬ د شمال۔ جنوب ډیجیټل ميډيا ترمينځه فرق ختمول او د ناسمو معلوماتو ٬ كركه خپرونكو وېناګانو او د دروغو بيانونو مقابله كول شامل دي۔ ده د تلپاتي پرمختګ اهداف (اېس ډی جیز ) ترلاسه كولو ته وده وركول او د ماحولياتي بدلون په اړه د غلط فهمو لرې كولو له په سائنس د اډانه لرونكو معلوماتو كارولو په حاجت زور راوړو
متعلقہ مضامین
-
Collective efforts vital to save world from drought, ensure food security: President
-
Minister hopes current rain spell to increase water level in dams
-
Body of Kashmiri youth recovered from River Panjkora
-
COAS praises civil-military efforts for FATF compliance
-
Earthquake tremors felt in Islamabad, Parts of KP, Punjab provinces
-
Pak policy towards India remains unchanged: FO
-
US slams blasphemous remarks by BJP officials
-
Completion of FATF action plans by Pakistan great achievement: COAS
-
Completion of FATF action plans by Pakistan great achievement: COAS
-
Human rights declared as cornerstone of Pakistan’s domestic policy
-
PM congratulates nation on Pakistan’s forthcoming return to FATF white list
-
Human rights declared as cornerstone of Pakistan’s domestic policy