اسلام آباد 30 اپرېل(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د قطر سفير علي مبارك علي عيسی الخاطر د نهې په ورځ ملاقات كړے چې پكښې په پاك-قطر اړيكو د اطمينان څرګندونه او دا لا مستحكمولو له د عزم پخلے وشوو۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پاكستان-قطر سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔د پاكستان او قطر ترمينځه د ورورولۍ اړيكې د مذهب٬كلتور٬تاريخ او شريك باور او احترام په قوي بنيادونو اډانه دي۔ده ووئيل دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره پارليماني سفارتكارۍ مهم كردار ادا كولې شي٬د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د پارليماني پلاوي تبادلو او پارليماني فرينډ شپ ډلو ترمينځه روابط څخه به همغږۍ ته وده ترلاسه شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د قطر مجلس شوری سپيكر حسن بن عبدالله الغنيم ته د پارليماني پلاوي سره د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔سپيكر ووئيل د قطر لخوا د پاكستان معاشي او اقتصادي پرمختګ لپاره مرسته د ستائنې وړ ده۔پاكستان كښې بهرني سرمايه كارۍ بلها موقعې شته كومو څخه چې د قطر سرمايه كار مستفيد كېدې شي۔ دغسې قطري سفير د قامي اسمبلۍ سپيكر د قطر اولس او حكومت لپاره په نيكو هيلو مننه وكړه او وې وئېل قطر پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔د قطر اولس او حكومت پرمختګ كړے پاكستان ليدل غواړي
متعلقہ مضامین
-
PM Shehbaz inquires after Daniyal Aziz, who injured in accident
-
Tremors felt in parts of Punjab and KP
-
Inter physics question paper leaked in Larkana
-
Tremors felt in parts of Punjab and KP
-
PPP leader Bakht Baidar Khan passes away in Lower Dir
-
PPP leader Bakht Baidar Khan passes away in Lower Dir
-
Bright future of country interlinked with education: NA speaker
-
PNS pays tribute to late Dr I.H.Usmani
-
Women not wearing hijab ‘trying to look like animals’: Taliban posters
-
IHC issues notices to ECP, PML-N on PTI’s petition
-
Money laundering case lodged to ‘divert attention from Punjab budget’
-
Money laundering case lodged to ‘divert attention from Punjab budget’