پېنډي 25اپرېل(اے پی پی) د پاك بحريه مشر اېډمرل نويد اشرف په چين كښې په 19م ويسټرن پيسيفك نيول سمپوزيم كښې ګډون وكړو ۔ د 19م ويسټرن پيسيفك نيول سمپوزيم موضوع”سمندر سره شريك سباؤن” وه ۔ سمپوزیم كښې د ټولې نړۍ څخه د بېلو هېوادونو د بحريه مشرانو او استازو ګډون كولو۔د آئي اېس پي آر له مخې د پاك بحريه مشر اېډمرل نويد اشرف د يو اېس پيسيفك فليټ كمانډر٬د فرسټ سي لارډ او د رائل نيوزي چيف آف نيول اسټاف٬د رشين فيډرېشن نيوزي كمانډر انچيف٬چيف آف انډونېشين نيوي٬ د بنګله دېش چيف آف نيوي٬د سوئېلي كوريا چيف آف نيول آپرېشنز٬د سنګاپور بحريه مشر او د برونائي بحريه لنډ مهاله ډپټي كمانډر سره هم ملاقاتونه وكړل ۔د ملاقاتونو په مهال نيول چيف په نړيواله كچه په ميري ټائم ډومين كښې د زياتو شوو خطرو او بليو اكانومي مخ نيوي لپاره د پاك بحريه په كردار رڼا واچوله۔پاك بحريه د كال 2014 څخه ويسټرن پيسيفك نيول سمپوزيم كښې د مبصر په توګه شامل ده۔ د چيف آف دي نيول اسټاف اوسنۍ دوره د سيمه ايزې او نړيوالې ميري ټائم سيكيورټي زياتولو لپاره به د شريكو بحري ځواكونو سره دوه اړخيزه مرستې ته وده وركړي۔
متعلقہ مضامین
-
Minister hopes current rain spell to increase water level in dams
-
PNS pays tribute to late Dr IH Usmani
-
Metrological Center Quetta warns flood in northeast Balochistan
-
COAS praises civil-military efforts for FATF compliance
-
COAS praises civil-military efforts for FATF compliance
-
US slams blasphemous remarks by BJP officials
-
Completion of FATF action plans by Pakistan great achievement: COAS
-
Completion of FATF action plans by Pakistan great achievement: COAS
-
Karachi’s weather turned pleasant due to light rain
-
AJK’s jail catches fire after inmates clash with police
-
ANP Punjab laud efforts for removing Pakistan from FATF grey list
-
ITP organizes 2,567 road safety workshops during ongoing year