دوبئی ۔2دسمبر (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ په دوبۍ کښې په ورلډ كلائمېټ اېكشن سمټ (ډبليو سي اے اېس) كښې په مېنز آف امپلېمېنټېشن د ګلوبل اسټاك ټېك (جي اېس ټي) د لوړې کچې ګردي مېز مباحثه کښې ګډون وکړو۔ په ګردي مېز مباحثه كښې د خپلو خیالاتو څرګندولو په مهال وزیراعظم د د موسمياتي بدلون له امله د رامنځته شوي بحران شدت رامخې ته كولو سره په دې زیاتیدونکي چېلنج قابو موندلو له پرمختګ كوؤنكو هیوادونو لپاره د موسمي مالیاتو، صلاحيت سازۍ او د ټېکنالوژۍ په ګډون د مناسبو لارو چارو برابرولو په ضرورت ټینګار وکړو۔ د وزيراعظم د دفتر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د كلائمېټ فنانس په اهميت زور راوړلو سره ووئيل چې د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو مالي ضرورتونه د 100 بلين امريكائي ډالرو څخه زيات دي۔ وزيراعظم پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د قيادت سازۍ په غوره توګه برابرولو سره سره د ثابت شوې موسمياتي ټېكنالوجۍ په منتقلولو هم زور راوړو۔ ده د ملګرو ملتونو په نظام كښې د لا همغږۍ او رابطو زياتولو په حاجت هم ټينګار وكړو۔ دا ولنے ګلوبل اسټاك ټېك (جي اېس ټي) د بېلو هېوادونو او همكارانو لپاره د پېرس لوظنامې هدفونو ترسره كولو له د اجتماعي پېشرفت جاج اخستلو عمل دے۔ دا د لوړې كچې دستوره په كوپ 28 كښې د مېنډېټ ايونټس د يو سيريز برخه وه په كومه كښې چې 30 حكومتي مشرانو ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Tobacco control activists for increase in taxes by 30pc as per WHO recommendation
-
FIR sought against PM for ‘threatening’ Asif Zardari
-
ATC indicts 89 in Sri Lankan lynching case
-
Punjab Culture Day to be observed today
-
Economy on path of sustainable growth: PM
-
‘Biometric Verification Service’ to facilitate pensioners launched
-
Minister lays foundation stone of FST camp office
-
‘Biometric Verification Service’ to facilitate pensioners launched
-
Opposition’s no-trust motion to fail, says Haleem
-
3,664 arrested over Tenancy Registration, Loudspeaker Act violations
-
Pervaiz Elahi condoles with Bashrat Raja
-
Pervaiz Elahi condoles with Bashrat Raja