نيويارك 21 ستمبر (اے پي پي)لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي چې د كشمير شخړې حل لپاره د سلامتيې كونسل په قراردادونو دې عملدرآمد وكړې شي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 78مې غونډې په موقع د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېس سره ملاقات كړې۔وزيراعظم تېر كال په پاكستان كښې د سېلاب په مهال د غېر متزلزل حمايت او د بحالۍ او تعمير نو فريم ورك(فور آر اېف)په جنيوا كنفرنس كښې په شريك كوربتوب د سېكرټري جنرل مننه وكړه۔وزيراعظم د موسمياتي بدلون سنګين خطرو ترمخه پرمختګ كونكو هېوادونو لخوا د موسمياتي مالياتي لوظونو بشپړولو په اهميت زور راوړو۔وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په پاكستان كښې د خاص سرمايه كارۍ آسانيو كونسل پېشرفت څخه خبر كړو چې مقصد يې د هېواد قوي اقتصادي بحالۍ لپاره سرمايه كارۍ ته ودې وركول دي۔وزيراعظم د كوټلي پرمختګ اهداف ته ودي وركولو او اېس ډي جيز ايجنډې مخ په وړاندې بوتللو لپاره تجويز شوې اقدامات لپاره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل نړيوال مالياتي بدلون غوښتنه وستائېله۔وزيراعظم د 5 اګست كال 2019 د هند غېر قانوني زير تسلط جمو كشمير كښې د غېر قانوني او يو ړاخيزه اقدامات ذكر كولو سره سېكرټري جنرل د هند لخوا جاري بشري حقونو خلاف ورزو څخه خبر كړو۔ده د جمو كشمير شخړې حل لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد كولو په حادت ئې زور راوړو
متعلقہ مضامین
-
Female Lawyer aerial firing video goes viral
-
OIC Foreign Ministers decide to hold the 48th CFM Session in Islamabad in 2021: FO
-
Insight: e-Pay Punjab’s One Year Performance
-
Covid-19 infects 2,829, kills 43 in 24 hours: NCOC
-
Baba Guru Nanak’s birthday celebrations begin amid tight security
-
PDM vows to hold rally in Multan today
-
Bus, van collision near Sheikhupura leaves 13 dead, a dozen wounded
-
PM, services chiefs get security briefing at ISI Headquarters
-
Embassy of Pakistan, Washington DC holds an event on Sikh Yatra
-
Support to Palestinians cardinal pillar of Pakistan’s foreign policy: Munir
-
Man acquitted after languishing 14 years in jail for lack of evidence
-
Next OIC CFM meeting to be held in Pakistan: FM