اسلام آباد 07 ستمبر (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف وئيلي دي چې عقیده ختم نبوت د اسلام اساس او د امت د يو والي علامت دے، د حضور نبي كريم (ص) ذات ګرامی د هر مسلمان د ایمان بنیادی برخه ده، په عقیده ختم نبوت ایمان نه لرونكي د 7 ستمبر 1974 آئینی ترمیم د لاري د اسلام دائرې څخه خارج كول د دغه وخت د قامی اسمبلۍ په زړه پورې اقدام ؤ۔ د زيارت په ورځ د عقیده ختم نبوت په اړه په 7ستمبر 1974 د منظور شوي آئینی ترمیم 49 كاله په پوره كېدو خپل پیغام كښې ده ووئيل چې د متفقه آئینی ترمیم منظورېدو کرېډټ شهید ذوالفقار علی بھټو او د هغه وخت سیاسی اکابرینو او علماﺀ ته ترلاسه دې،د دې آئینی ترمیم د لارې په عقیده ختم نبوت ایمان نه لرونكي غیر مسلم ګرځولې شوي، ختم نبوت عقیده د اسلام اساس او د وحدت امت علامت دے۔ ده ووئيل د حضور نبي كريم (ص) ذات ګرامی د هر مسلمان د ایمان بنیادی برخه ده،د حضور نبي كريم (ص) نه پس په دې منصب څوك نه شي راتللې، قرآن مجید كښې د ختم نبوت په اړه واضح احکامات دي چې حضور نبي كريم (ص) آخری نبی دے۔ سپیکر په خپل پیغام كښې ووئيل پاکستان كښې اقلیتونو ته بشپړه مذهبی آزادی ترلاسه ده، اسلام د ټولو مذهبونو مننونكو احترام کولو تلقین کوي او د هغوي د عقیدي له مخې هغوي ته د خپل مذهبی رسوماتو ترسره كولو اجازه وركوي، آئین كښې اقلیتونو ته د خپل رسم او رواج له مخې د ژوند كولو بشپړه آزادي ترلاسه ده، لويديز كښې د توهین قرآن او رسالت پېښې د تکلیف وړ دي د دې ډول پېښو سره د مسلمانانو مذهبی جذبات او احساسات مجروح كېږي، د نورو مذهبونو په مننونكو لازم ده چې د مسلمانانو د جذباتو او احساسات احترام وكړي
متعلقہ مضامین
-
UAE suspends new visas for Pakistan due to ‘security concerns’: report
-
SC grants bail to Ahad Cheema in Ashiana housing case
-
Hospitals full as second wave of virus grips Pakistan
-
PPP’s Ali Musa Gillani granted bail
-
Pakistan hosted the Inaugural Meeting of SAARC Planning Ministers
-
Imran Khan Decided not to shut businesses and factories
-
SC issues contempt of court notice to CM Sindh Murad Ali Shah
-
Pakistan hosted the Inaugural Meeting of SAARC Planning Ministers
-
Punjab CM Buzdar allows Shahbaz, Hamza to be released on parole for five days
-
Pakistan to raise Kashmir issue in OIC meeting today
-
At UN, Pakistan call for end of all unilateral sanctions
-
At UN, Pakistan call for end of all unilateral sanctions