اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د معاشي بحالۍ قامي منصوبو ته د ټولو ډلو ملاتړ ترلاسه دے ٬ برامدات او سرمايه كاري زياتولو لپاره ټول وسائل كاروٶ٬ آئي ټي برآمدات تر 20 اربه ډالرو رسول غواړو، د آئي ټي په څانګه كښې د برامداتو ودې لپاره به ځوانانو ته هر ډول ممكنه سهولتونه وركوٶ٬ سرمايه کارو ته به د ون ونډو له مخې سهولتونه وركوٶ۔ د زيارت په ورځ نيشنل انفارميشن ټيکنالوجي (آئي ټي) سېمينار او د آئي ټي منصوبو اجراء دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل زمونږ د هېواد ذهين زده كوٶنكي همت ناك او محنتي دي٬ دې ځوانانو د فري لانسر او د سټارټ اپس پشمول د نور كاروبار د لارې ترقي كرې٬ زمونږ د هېواد 60 فيصده آبادي په ځوانانو مشتمل ده، زمونږ ځوانانو په بېلا بېلو څانګو كښې بهترين خدمات ترسره كړې دي دوي بلها ټېلنټ او پوهه لري٬ دوي د سهولتونو د نشتوالي٬ په طريقه كار كښې د ستونزو او د وظيفائي تعليم او تربيې ادارو د كمي باوجود بهتر وظيفائي خدمات ترسره كوي۔ده ووئيل پاکستان كښې د آئي ټي په څانګه كښې د 20 اربه ډالرو د برامد صلاحيت موجود دے٬ مونږ به د ستونزمن صورتحال باوجود د ځوانانو محنت او د پوهې نه هر مقصد ترلاسه كوٶ، زما سرمايه كار زما ماسټر دے۔ ده ووئيل مونږ د اېس آئي اېف سي د لارې د پرمختګ كولو د سمت تعين كړے دے، دې په دې لائحه كښې وفاقي حكومت او ټولې صوبې شاملې دي، د د دې منصوبې له مخې به زراعت، آئي ټي، معدنيات او دفاعي پروډکشن څانګو ته پام ګرځولے شي او برامداتو ته به وده وركولې شي۔ په دې موقع په سېمينار كښې وزيراعظم شهباز شريف د خاص مېلمه او د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د اعزازي مېلمه په توګه ګډون كولو۔ په سېمينار كښې منصوبه بندي او پرمختګ٬ د خزانې، دفاع، دفاعي پېداوار، سرمايه کارۍ بورډ، خارجه چارو، انفارميشن ټيکنالوجي اېنډ ټيلي کميونيکيشن، او د اطلاعات او خپرونو وزيرانو او د پنجاب٬ سندھ، خېبرپښتونخوا او بلوچستان اعلٰې وزيرانو، د سټېټ بېنك ګورنر، د فېډرل بورډ آف ريونيو چيئرمين ، د آئي ټي پوهانو ، سينئر آرمي او سول افسران هم ګډون كړې۔ په سېمينار كښې د خليجي هېوادونو٬ چين او د اورپا څخه سرمايه كارو او غېر ملكي سفيرانو هم ګډون كړې ۔ په دې موقع ګډون كوونكو دې اهمه څانګه ته پام راګرځولو سره د قامي معيشت ودې لپاره د سول او عسكري پوهانو د كردار او هلو ځلو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف آئي ټي ته فعاله آمدن پېدا كولو او وده كوٶنكي صنعت كښې بدلولو لپاره د حكومت د ملاتړ اعلان وكړو۔ وزيراعظم د پاکستان د آئي ټي د لويو كمپنو لخوا د لګولې سوې بوتهس هم دوره وكړه۔ وزيراعظم د ټېک ډيسټي نيشن پاکستان، ټېک لفټ بوټ کېمپ، فرسټ نالج پارك فار وومن باغ (آزاد جمو و کشمير)، اېګري ټيك انکيوبيټر فيصل آباد او د سينټر آف ايکسيلنس ان ګېمنګ اينډ ايني ميشن پرانسته وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Lahore-bound Fareed Express breaks down in Ghotki
-
Lahore-bound Fareed Express breaks down in Ghotki
-
Court indicts Aijaz Jakhrani, four others in assets beyond income case
-
Pakistan condemns gratuitous remarks of Indian defence chief
-
PPP MPA Nawab Sardar Chandio appeared in court in triple murder case
-
Shibli Faraz turns down news of PTV’s privatisation
-
Sindh High Court rejects petition to legalize possession of small amounts of recreational hemp
-
ML-1 rail project to ensure massive economic activity in country: PM
-
Ehsaas program to launch ‘One Window Initiative’
-
Ehsaas to structure ‘One Window Initiative’ featuring physical and digital interfaces: Sania
-
Five reasons why you need to register for the NASFF
-
Buzdar rejects proposal to increase entrance fee at archaeological sites