اسلام آباد 12 اپرېل (اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په ټول هېواد كښې د روانې سر شمېرۍ پېشرفت جاد اغستو له د يوې اعلٰی كچ غونډې مشري د وېډيو لنك د لارې د مدينه منوره څخه كړې۔په غونډه كښې د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي وزير سيد امين الحق٬د شماريات ادارې چيف ډاكټر نعيم الظفر٬د پلاننګ كمېشن سېكرټري سيد ظفر علي شاه٬د نېشنل ډېټا بيس اينډ رجسټرېشن اتهارټي(نادرا) چيئرمېن٬د اېن ټي سي اېم ډي٬سپاركو او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير د شماريات ادارو ته سپارښتنه وكړه چې هغه د پلاننګ سېكرټري سيد ظفر علي شاه٬د صوبائي چيف سېكرټريز او د چيف ډاكټر نعيم الظفر پشمول كمېټۍ جوړه كړي چې په لويو ښارونو كښې د كمې شمېرې چارو ته د كتلو سره يو طريقه كار وضعه كړي دغسې چې د سر شمېرې يو سپيځلے او باور وړ فيلډ اپرېشن زر تر زره بشپړ كړے شي۔وفاقي وزير سپاركو ته هم امر وكړو چې هغوي په ټول هېواد كښې د كچه آبادو شناخت لپاره جيوټيګنګ وكړي دغسې چې د هغوي هم په وخت ووټنګ وشي۔په غونډه ګښې د شماريات ادارې چيف چارواكو ته په ټول هېواد كښې تراوسه د فيلډ اپرېشن پېشرفت په اړه معلومات وركړل۔د هغه وېنا وه چې د ډيجيټل سر شمسرس له مخې فيلډ اپرېشن تراوسه په كاميابۍ سره روان دے
متعلقہ مضامین
-
NAB authorises probe against Amir Muqam, Fazlur Rehman, Capt (r) Safdar
-
President offers condolences over death of Kuwait’s Emir Sheikh Sabah
-
Migrant workers going through the worse
-
Man behind treason case against Nawaz has criminal record himself
-
Pakistan, Turkey enjoy exemplary relations: Tahir
-
LHC gives Buzdar ‘last chance’ to appoint Dr Iqrar as UAF VC
-
Peace in region linked to resolution of Afghan issue: Qureshi
-
Punjab abolishes local govt’s licensing fee for professionals
-
Punjab abolishes local govt’s licensing fee for professionals
-
FIR against Nawaz registered on complaint of a citizen, not state
-
Flour crisis hits parts of Tharparkar
-
TTP again active in Lower Dir?