اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی سره د چين سفارتخانے درې كسيزه پلاوي په پارلیمنټ هاؤس كښې ملاقات کړې دې۔ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔ پلاوي كښې د چین سفارتخانے ناظم الامور پینګ چن زوئے، پولیټیکل کونسلر باؤړونګ او تھرډ سیکریټری مس ډونګ ونلی شامل دي۔ د سېنېټ چیئرمېن په دريم ځل د چین صدر په ټاكلې كيدو صدر شی جن پنګ، د چین حکومت او اولس له مبارکي وركړې ده۔د سېنېټ چیئرمېن سيمه كښې امن لپاره د چين هڅي وستائلي۔ده ووئيل سعودی عر ب او ایران خپلو كښې ښه اړيكو جوړولو كښې چين په زړه پوري كردار ترسره كړې دې كوم چې د ستائني وړ دې۔ملاقات كښې د انفارمېشن ټیکنالوجی پشمول بيلو څانګو كښې د مرستي زياتولو په حاجت زور راوړلو سره د سېنېټ چیئرمېن ووئيل ”سټریټجك مرستي شراکت داری“ پاك–چین اړيكي به لا قوي كړي۔ دواړه هېوادونو په هر دول حالاتو كښې د يو بل سره ولاړ دي او په هر يو پلیټ فارم د يو بل مرسته كوي۔ملاقات كښې د دواړه هېوادونو ترمينځه شريكو ګټو لپاره په بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو د عزم پخلې وكړې شو۔
متعلقہ مضامین
-
میں، فرشتے ایک بہت اہم کردار ادا کرتے ہیں،
-
اسلام کے تمام اہم مذہبی رسوم پر عمل کرتے ہیں، بشمول
-
میٹھا بونانزا: یہ عارضی اور موصوفی نے تباہ کیا
-
المستأصدمات العظيمة: حكايات میٹھا بونانزا
-
میٹھا بونان
-
Mettha Bonanza: Journey to Brilliance
-
حالیات الهدایہ بہت مفید ہیں: حالتیات حارث سپن کے فائدہ
-
حات-spun: الحصول على الابتعاد عن الذات والتنوع الثقافي
-
حاتس:
-
ہاٹ اسپن: ماضی و حالتی
-
ہاٹ اسپن کے بارے میں جانتا ہیں کیوں؟
-
حاتم سیبیل و نقش در تاریخ Осمان