لاهور۔7فروری(اے پی پی)د مسلم ليګ نون مركزي لارښود او د رېلوے وفاقي وزير حواجه سعد رفيق وئيلي دي زما رايې دا ده چې هېواد كښې بايد ټول ټاكنې وكړې شي٬ بېلې بېلې صوبائي او قومي ټاكنې كول مناسب نه ښكاري٬ دا مهال هېواد د بېلو بېلو ټاكنو متحمل كېدې نه شي۔ د نهې په ورځ په لاهور كښې احتساب عدالت څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل مونږ له ټاكنو څخه تېښته كول نه غواړو٬ په سختو حالاتو كښې مو هم ټاكنې كړې دي۔ دغسې د پي ډي اېم كوم ګوند هم ټاكنو څخه نه تښتي ، په مخصوص حالاتو كښې دې نه وړاندې هم د وخت نه مخكښې ټاكنې شوي دي۔ د محترمې بېنظير بھټو د شهادت له امله د ټاكنو نېټه بدله كړې شوې وه۔ خواجه سعد رفیق ووئيل عجيبه خبره ده عمران خان د كوم سبب نه غېر اول اسمبلۍ ماتې كړې او اوس وائي ټاكنې وكړۍ۔ هېواد د وړاندې نه معاشي ستونزو سره مخ دې۔ په هېواد كښې د ترهګرۍ اوسنيو پېښو ذكر كولو سره خواجه سعد رفيق ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ له به ټول اولس له يو موټې كېدل وي۔ ده ووئيل پي ټي آئي بايد په اے پي سي كښې ګډون وكړي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد پالېسۍ به ټولو له متفق كېدل وي او هم په دې كښې د هېواد او قوم بهتري ده٬ چې هېواد وي نو هر څه به وي
متعلقہ مضامین
-
Governor assures support to fire incident victims
-
Rising thefts, robberies in capital irk Senate panel
-
Governor assures support to fire incident victims
-
Rising thefts, robberies in capital irk Senate panel
-
CCP to resume probe to comply with SC orders
-
ECP constitutes committees to implement legislation on EVMs, I-Voting
-
Govt taking steps on priority basis to strengthen economy
-
Punjab reports 213 cases of dengue fever in a day
-
SC upholds disqualification of PML-N MPA
-
NCOC reviews overall coronavirus situation across country
-
SC upholds disqualification of PML-N MPA
-
PML-N should go to court if audio is real: Dar