اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس خان وئيلي دي 75 كاله آګاهو ملګرو ملتونو چې كشميري اولس سره كوم لوظ كړې وو په هغې عمل ونكړې شو٬ نړيوالې ادارې د بې پرې رايې شمېرې د لارې د خپلواكۍ حق ضمانت وركړې وو۔ د خپلواكۍ حق ورځې په مهال په خپل پېغام كښې د اے كے وزيراعظم ووئيل د ظالمانه هندي تسلط او ظلم زياتي زغملو باوجود كشميرې اولس د خپل حق ترلاسه كولو په غوښتنه كلك ولاړ دي۔ پاكستان او كشميرې اولس د غېر انساني او غېر قانوني تسلط څخه د آزادۍ هڅو كښې د مقبوضه كشمير اولس سره ولاړ دے۔ ده ووئيل هندي حكومت د پرله پسې ٬ غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونو د لارې په مقبوضه جموں وكشمير كښې د يرې او تاؤ تريخوالي فضا رامخې ته كړې ده۔ ده غوښتنه وكړه چې ملګري ملتونه او نړيوالې ادارې دې كشميري مشرتابه هندي جبر څخه آزادولو سره سره ميډيا او د بشري حقونو تنظيمونو له په مقبوضه كشمير كښې آزادۍ سره د كار كولو موقعه برابر كړي۔ وزیراعظم ووئيل د خپلواكۍ حق د بشري حقونو بنيادي جز دے ٬ نړيواله ورورلي دې جموں وكشمير د هندي غېر قانوني قبضې څخه آزدولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل ټول كشميري وګړو د هند د 5 اګست 2019 يو اړخيزه ګامونه مسترد كړې دي۔ ده وئيل د كشميريانو منزل پاكستان دې او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو د لارې به مونږ خپل منزل ضرور ترلاسه كوؤ۔
متعلقہ مضامین
-
SHC orders prompt settlement of retired employees insurance claims
-
Punjab reports 501 new cases of dengue
-
Afghan FM to arrive in Pakistan today
-
Islamabad reports 32 new dengue cases and 2 deaths
-
Punjab reports 501 new cases of dengue
-
Accused pleads for settlement with Noor’s family
-
Five perpetrators of APS attack already hanged; appeal against one pending in SC since 2016
-
Accused pleads for settlement with Noor’s family
-
Fawad, Rasheed praise PM for appearing in court
-
Police officers of three provinces reshuffled
-
Pakistani UN envoy echoes PM Imran Khan’s call for helping crisis-hit Afghanistan
-
Bilawal Bhutto to host dinner in honor of opposition leaders