اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي د ليبيا او پاكستان اړيكې د چا نه پټې پناه نه دي٬ ليبيا بايد د پاكستان افرادي قوت څخه استفاده وكړي ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه په اقتصادي ٬ تجارتي ٬ تعليمي او دفاعي كچه همكارۍ ته بايد لا تقويت وركړے شي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د ليبيا د پارلېمنټ دوهم اسپيكر فاوزي الطاهر النويري په مشرۍ كښې پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د شورؤ په ورځ ده سره په پارلېمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې چارو په شول په دوه اړخيزه همكارۍ او په پارليماني او تجارتي كچه د پلاويو په تبادله كښې د تندۍ په كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل د ليبيا او پاكستان اړيكې د چا نه پټې پناه نه دي٬ ليبيا بايد د پاكستان افرادي قوت څخه استفاده وكړي٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه په اقتصادي ٬ تجارتي ٬ تعليمي او دفاعي كچه همكارۍ ته بايد لا تقويت وركړے شي۔ ده ووئيل د ليبيا خلق لويې زړه لري ٬ پاكستانې اولس د ليبيا د صدر د پاكستان دورې ته سترګې په لاره دي۔ ده ووئيل د پاكستان او ليبيا ترمينځه په سركاري او ډپلومېټك پاسپورټ د وزېر نه غېر د سفر كولو په لوظنامه بايد عمل درآمد وكړے شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د اعلی كچې پلاويو دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ دائره لا پراخا شي او هيله ده چې دا دوره به په اولسي كچه رابطو ته د ودې وركولو پېشه خېمه ثابت شي۔ ده ووئيل د پاكستان او ليبيا ترمينځه د ورورولۍ اړيكې په شريكو اقدارو او اقتصادي ګټو اډانه دي۔ دوهم سپيكر فاوزی الطاهر النویری د سېنېټ چيئرمېن ته د ليبيا دورې كولو بلنه وركړه۔ دوهم سپيكر فاوزي الطاهر النوېري ووئيل چې ليبيا او پاكستان دواړه بلها قدرتي وسائل لري ٬ د دې غوره استعمال سره د دواړو هېوادونو ضرورتونه ترسره كېدې شي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ مېشته موقعو څخه به استفاده كوؤ۔ ده ووئيل د پاكستان په دوره كولو راته ډېره خوشحالي شوې ده۔ ده ووئيل ليبيا پاكستان سره د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ ده زياته كړه چې په پارليماني كچه دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي لرؤ
متعلقہ مضامین
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued
-
NAB granted 14-day physical remand of Shehbaz Sharif
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
Pakistan calls for one-year extension in G20 debt relief for poor countries
-
Afghan peace negotiator urges ‘new era’ in ties with Pakistan
-
NAB to summon Maulana Fazl in assets beyond means inquiry