اسلام آباد12دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو خاص مرستيال انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ګل په ورځ واپډا سره د كوهستان جرګې په حتمي لوظ نامه د لاس ليك دستوره وشوه۔ د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو خاص مرستيال انجينئر امير مقام د وزيراعظم شهباز شريف مننه كولو سره ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف تر ټولو زيات كوهستان ته 10 زره مېګاواټ ارزانې برېښنا منظوري وركړې۔ده د كوهستان جرګې مشرانو او د واپډا چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)سجاد غني هم مننه وكړه چې د اوږدې مودې په مسئله د خبرو اترو لپاره په ده باور ښكاره كړې دې۔ ده ووئيل چې د كوهستان خلك زيات مستحق دي او د امن لپاره د دوئي هڅې په زړه پورې دي۔ انجينئر امير مقام په دې لړ كښې په بشپره مرسته د واپډا ټولو افسرانو هم مننه وكړه۔ ده هيله څرګنده كړه چې د كوهستان اولس او واپډا به په لوظ نامه عملدرآمد وكړي۔د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام په دې پېشرفت د كوهستان اولس ته مباركي وركړه۔د دې څخه وړاندې انجينئر امير مقام د تېر يو كال څخه په دې مسئله خبرې اترې كړي او د جرګې غړو او د واپډا چارواكو سره هم ملاقاتونه شوي ۔مشرانو او د جرګې غړو د انجينئر امير مقام هڅې وستائلې او د واپډا چيئرمېن عزم يې هم وستائېلو۔په لوظ نامه د لاس ليك په دستوره كښې د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام٬د واپډا چيئرمېن٬د كوهستان جرګې غړي او د واپډا نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د واپډا چيئرمېن ووئيل چې د جرګې ټول مشران د مباركۍ مستحق دي۔ده ووئيل چې د كوهستان په درې ضلعو كښې به د 10 مېګاواټ پلانټ تعمير كړے شي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Soldier martyred in firing by terrorists in Waziristan: ISPR
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Soldier martyred in firing by terrorists in Waziristan: ISPR
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Pakistan spending $10bn per annum for debt repayment
-
Pakistan calls for one-year extension in G20 debt relief for poor countries