اسلام آباد۔ 3 نومبر(اے پی پی) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي چې د تحريک انصاف مشران په بنده کوڅه کښې د ګېرېدو نه وروستو اوس د ادارو او عدالت نه د مداخلت غوښتنه کوي٬ په شارټ کټ مارچ کښې نه خلق راوځي او نه د دې كومه نتيجه رامخې ته كېږي۔ د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل كله چې عمران ته كوم ډيل نه ترلاسه كېږي او د ده غېر آئيني غوښتنې نه منلې كېږي نو دې په كنټېنر اودرېدو سره دا وائي هېچا سره به خبره نه كوم۔ كوم ته چې د تحريك انصاف لارښود سياسي بحران وائي هغه سياسي بحران نه بلكې د عمران خان سياست دے٬ كه ده پارليمنټ ته اهميت وركړے وے نو نن به ده رېسكيو اپيل نه كولو۔ دې ووئيل تحريك انصاف لا اوس د جمهوري او آئيني سياست زده كولو پړاؤ څخه تېرېږي٬ كه دې جمهوري سياستدان وې نو ده به د مارشل لاﺀ خبرې نه كولې۔ دې ووئيل عمران غواړي دا نظام لمينځه يوړلې شي او دې د هېواد باچا جوړ شي۔ دې ووئيل ته چې د پارليمان په ځائې كنټېنر ته خېژې نو بيا خو به بندې كوڅې ته ننوځې۔
متعلقہ مضامین
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Primary schools open from today across country