آستانه 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې پاكستان كښې خاص اقتصادي زونز د قازقستان سرمايه كارو لپاره پرانستې دے، قازقستان دې خپل تجارت ته پراختيا وركولو سره د ګوادر او كراچۍ بندرځايونو څخه ګټه پورته كړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ په قازقستان كښې د سيکا مشرانو غونډې په مهال قازقستان صدر قاسم ژومارت توکايف سره ليدلي٬ دواړو مشرانو د تجارت، شريكو روابطو٬ د توان پشمول د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخست او په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې پېشرفت ګړندې كولو لپاره سلا كړې٬ وزيراعظم په ستمبر كال 2022 كښې په سمرقند كښې د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې په مهال د قازقستان صدر سره د خپل ملاقات ذكر وكړو په كوم كښې چې ګڼ اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو د رفتار تعين شوې ٶ٬ دواړو مشرانو د دوه اړخيزه تجارت متنوع جوړولو او په سرمايه كارۍ كښې مرستې ته په پراختيا وركولو سلا وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د توان، زراعت، ټيکنالوجي، لاجسټکس، مواصلات او د تعميراتو په څانګه كښې شريكو منصوبو ته د دوې وركولو په حاجت زور رواړو۔ ده كاروباري روابط، د اولس اولس سره رابطو او سېلګري زياتولو لپاره نېغ په نېغه د فضائي رابطو اهميت په ډاګه كړو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې خاص اقتصادي زونز د قازقستان سرمايه كارو لپاره اوپن دے، ده قازقستان ته خپل تجارت ته پراختيا وركولو سره د ګوادر او كراچۍ بندرځايونو د ګټې پورته كولو بلنه وركړه۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم په آسياء كښې خبرو اترو او د اعتماد سازۍ اقداماتو پحقله كنفرنس (سيکا) سمټ كښې ګدون لپاره د قازقستان په سركاري دوره دے د كومې چې قازقستان مشر او كوربه دے
متعلقہ مضامین
-
SC orders Sindh govt to compensate Nullah affectees within year
-
PM arrives in DI Khan
-
People sans Covid vaccination to face ‘difficulties’ in air travel: minister
-
PM confident of winning war against mafias, ensuring rule of law
-
Indian troops martyr four Kashmiri youth
-
Noor murder case: IHC fixes Oct 6 for indictment of 12 accused
-
ECP being criticised for exposing incapable govt: Maryam Nawaz
-
Maryam takes refuge behind adjournments to escape accountability: Farrukh
-
Pakistan urges ‘global alliance’ against growing Islamophobia, other forms of racism
-
Maryam takes refuge behind adjournments to escape accountability: Farrukh
-
Pak-Saudi leadership capable to lead world: President
-
483 dengue fever suspects visit Allied Hospitals