ملګري ملتونه 10 ستمبر (اے پي پي) پاکستان زور راوړے وے چې په افغانستان كښې انساني صورتحال سنګين دے دې لپاره دې نړيواله ورورولي په نوي بدلون متفقه نقطه نظر خپلولو سره په افغانستان كښې د امن او استحكام په بحالۍ كښې مرسته وكړي ځكه چې مسابقتي او غېر متفقه نقطه نظر څخه به افغانستان او ګرده منطقه كښې د امن او استحكام ودې او د سوكالۍ موقعو ته زيان ورسي۔ ده تېره ورځ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د آئر لېنډ كوم چې د ستمبر مياشتې لپاره د سلامتي كونسل صدر دے مننه وكړه چا چې د افغانستان په صورتحال مباحثه كښې د پاكستان او نورو ګاٶنډي هېوادونو ګډون باوري كړې۔ دې نه وړاندې په اګست كښې د هند په صدارت كښې په افغانستان د كونسل غونډو كښې د پاكستان د ګډون درخواست مسترد كړے شوے وو۔ منير اکرم ووئيل د كورونا وباء٬ اړي ګړي او د ماضي د واكدارانو د ناكامۍ او كرپشن له امله په افغانستان كښې انساني صورتحال خوفناك دے چرته چې يو كروړ اتيا لكه كسان مرستې ته اړتيا لري دې لپاره د افغانستان صورتحال به د نور خرابېدو نه بچ كول وي چې په نتيجه كښې ئې د كډوالو بحران سر پورته كولې شي او امن او استحكام ګرانولې شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د امدادي مشن مشر او د ملګرو ملتونو خاص استازي ډيبورا ليونز د دې مطالبې ملاتړ كړې كومه كښې چې افغانستان لپاره مالي وسائلو ته د رسنې غوښتنه شوې وه۔ منير اكرم ووئيل مالي وسائلو ته رسنه افغانستان كښې معاشي صورتحال د نور خرابېدو نه بچ كولو لپاره ضرورې ده۔ ده د عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېس په 13م ستمبر د نړيوالې ورورولۍ مرستيال كنفرنس كولو اقدام هم ستائنه وكړه او زور ئې رواړو چې نړيواله ورورولي دې د زړه د خلاصه مرسته وكړي ځكه چې افغانستان دا مهال د خپل تاريخ نازك پړاؤ څخه تېرېږي۔ ده د دې هيلې څرګندونه وكړه چې موجودہ افغان واكداران به په هېواد كښې سوله ثبات په ځائې كولو او اولس ته بنيادي سهولتونه وركولو كښې بريالي شي۔ ده ووئيل پاکستان د افغانستان څخه د نړيوالو تنظيمونو سفيرانو او د عملے پشمول د 30 هېوادونو د 12 زره وګړو په انخلا٬ كښې مرسته كړې ده او مونږ هيله لرو چې افغان واكدارانو سره خبرو اترو سره به سباٶن كښې هم په سوله ايز او منظم ډول هېواد څخه د وتونكو كسانو انخلاء باوري كړې شي۔ده په افغان واكدارانو زور راوړو چې د ملګرو ملتونو د مرستې ډلو اهلكارو تحفظ او دوي ته د كوم خنډ نه غېر افغانستان ته د رسنې اجازه وركول دې باوري كړي شي۔ ده ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو ادارو په مرسته افغانستان ته خوراك او د داروګانو پشمول د مرستې سامان رسولې۔ ده په ډاګه كړه چې پاکستان د ټي ټي پي د سلګونو په شمېر د ترهګرو بريدونو سره مخ شوے كوم چې د دښمن د استخباراتي اېجنسو په سرپرستۍ كښې شوي۔ دې لپاره د ترهګرو ډلو لخوا د پېښو خطرو به بشپړه او په ګډه مخنيوې كول وي۔ منير اکرم ووئيل مونږ به په افغانستان كښې موجود د ترهګرو تنظيمونو سره سره د تحريك طالبان پاكستان (ټي ټي پي) د ترهګرۍ لاره نيولو لپاره د كابل چارواكو او نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه كار كوٶ
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
Quaid mausoleum sanctity case: Court asks police to probe Maryam, Safdar
-
Naundero Health Center face crippling issues
-
Promoted doctors of BPS-19 await posting, accuse department of corruption
-
Shibli terms Imran Khan upright, brave leader
-
Shibli terms Imran Khan upright, brave leader
-
In Spain, hugs and sea air for Covid ICU survivor
-
Shehbaz’s daughter, son-in-law declared proclaimed offenders
-
UN bashes Iran’s deadly crackdown on Balochistan oil smugglers
-
IHC throws ball in ECP’s court in Vawda disqualification case
-
Covid-19 claims 2 more patients, infects 189 others
-
Exorbitant fee of ICT colleges deprive students of higher education