اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی) د نشه اي توكيو د مخ نيوي وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي چې د سېنېټ په ټاكنو كښې حق او رښتيا بريالي شوي، په خفيه رائې شمېرنه كښې د خپل ووټ په زياتېدو د خاموش پاتې كېدونكي اپوزيشن د چيئرمېن په ټاكنه كښې په شور نه پوهېږو. ده دا خبرې د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې د سېنېټ ټاكنو د وزيراعظم عمران خان دريځ درست ثابت كړے، وزيراعظم د وړومبې ورځې نه د اوپن ووټنګ وئيل خو اپوزيشن ئې مخالفت كولو او د دې نتيجه ټولو وليده. وفاقي وزير ووئيل چې په خفيه رائې شمېرنه كښې د خپل ووټ په زياتېدو د خاموش پاتې كېدونكي اپوزيشن د چيئرمېن په ټاكنه كښې په شور نه پوهېږو. ده ووئيل چې ټولې مېډيا د سېنېټ د ټاكنو د لمحې لمحې كورېج كړې، د درغلې تورونه بې بنسټه دي. وفاقي وزير ووئيل چې د سياسي مشرانو لخوا په ادارو تورونه لګول افسوس ناك دي. كله چې ادارې د دوي په حق كښې خبره وكړي نو بيا سمې دي او چې كله د دوي په حق كښې خبره ونه كړي نو بيا غلطې دي. ده ووئيل چې بايد د ادارو په ضد خبره ونه كړې شي. وفاقي وزير ووئيل چې د قانون په دائره كښې پاتې كېدو سره احتجاج كول د هر چا حق دے، اپوزيشن چې كله غواړي احتجاج لپاره دې اسلام آباد ته راشي ، هركلې به ئې كولې شي. ده ووئيل چې په هره معامله كښې قوم د اپوزيشن دوه مخې معيار ګوري.
متعلقہ مضامین
-
Existing uniform design of Punjab Police to be maintained: IGP
-
Existing uniform design of Punjab Police to be maintained: IGP
-
Webinar discusses causes of fire eruption in buildings
-
Reko Dek project: NAB files reference against 26 officials of Balochistan govt
-
Shafqat calls for standardisation of exam system
-
Jammu massacre being repeated in Kashmir to change its Muslim-majority status: Afridi
-
GB court ordered all federal ministers, govt functionaries to leave within 3 days
-
British authorities continue to issue visas to Pakistanis amidst Covid-19 pandemic
-
PM Imran asking for an NRO but won’t get it: Maryam
-
PM Imran asking for an NRO but won’t get it: Maryam
-
Fully determined to ensure rule of law, socio-economic welfare: PM
-
Bilawal ‘disowns’ Nawaz Sharif’s tirade against military leadership at PDM rally