اسلام آباد ۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزیراعظم عمران خان په فعاله ډول او وقار سره د مظلوم كشميري اولس مقدمه نړۍ ته وړاندې كوي۔ د بېلو هېوادونو مشرانو سره د ملاقاتونو محور د كشمير شخړه او د دې موجوده سنګين صورتحال وو۔ 80 لکھ کشمیریان مقبوضه وادۍ كښې محصور دي۔ عمران خان نړۍ ته باور وركړې چې مقبوضه جموں كشمير كښې انساني الميه رامخې ته كېدې شي كومې سره چې د نړۍ امن سخت خطر سره مخ كېدې شي۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل په وادی جنت نظیر كښې په مظلوم اولس ژوند تنګ كړې شوې۔ دغلته بازارونه بند او خاموشه دي۔ دې ووئيل امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كښې وزيراعظم مقبوضه كشمير كښې د كرفيو په ختمولو زور راوړې۔ دې ووئيل د اولس مشر ټرمپ بیان” په وزیراعظم عمران خان او پاکستان باور لرو”او منطقه كښې امن په ځائې كولو له ايران سره د خبرې كولو مېنډېټ د عمران خان د لارښودنې صلاحيتونو او د نړۍ په پاكستان د زياتېدونكي باور اعتراف دې۔ دې ووئيل د وزيراعظم د نورو هېوادونو مشرانو ٬ د برطانيې وزيراعظم بورس جانسن، د تركيه اولس مشر طیب اردوان، د ایران اولس مشر حسن روحانی او د سوئټزرلېنډ اولس مشر اولی مېور سره ملاقاتونو كښې د دوه اړخيزه اړيكو په قوي كولو او د شريكې مرستې ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړلې شو۔ وزيراعظم ملاقاتونو كښې دوئي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه خبر كړې شول۔ عمران خان نړۍ ته دا په ډاګه كړه چې سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د كشمير مسئلې حل ته اړتيا ده۔
متعلقہ مضامین
-
KP CM chairs online monsoon plantation meeting
-
Asad seeks a report of accident on M-5
-
KP approves second shift in 228 more schools
-
Shahzad Akbar, 10 others put on ECL
-
Shahbaz’s ‘solo flight’
-
World can’t afford another Cold War era: Shahbaz
-
Shahzad Akbar, 10 others put on ECL
-
Shahbaz’s ‘solo flight’
-
Pakistan secures first position in int’l fireworks contest in Russia
-
Faisalabad men force girl to lick shoes for rejecting a marriage proposal
-
Pakistan secures first position in int’l fireworks contest in Russia
-
Pakistan secures first position in int’l fireworks contest in Russia