اسلام آباد 01 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پاك۔امریکا قوي اړيكې نه يواځې د پاکستان او امریکې خوښي ده بلكه دې سره به سيمه ايز امن او استحکام ته هم وده ترلاسه شي۔ ده دا خبره د اعلیٰ پائې غونډې مشري كولو كښې وكړه كومه چې د وزیراعظم د امریکې دورې او مشرتابه سره د ملاقات د نتيجو جاج اخستلو له د زيارت په ورځ وزیراعظم آفس كښې اوشوه۔ په غونډه كښې خارجه وزير شاہ محمود قریشی، د بحری چارو وزير سیّد علی زیدی، سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ، د وزیراعظم د سمندر پورې غاړه پاکستانیانو خاص مرستيال سیّد ذوالفقار عباس بخاری، ډی جی آئی اېس آئی لیفټیننټ جنرال فیض حمید، عمومی سفیر علی جهانګیر صدیقی او سینئر چارواكو ګډون كولو۔ د وزیراعظم په کامیاب دورہ د اطمینان څرګندونې سره سيمه كښې امن او د پاك۔امریکې اړيكو په اړه د اولس مشر ډونلډ ټرمپ د وژن اعتراف وكړې شو۔ وزیراعظم ووئيل هغه قائل دے چې پاك۔امریکا قوي اړيكې نه يواځې د پاکستان او امریکې خوښي ده بلکه دې سره به سيمه ايز امن او استحکام ته هم وده ترلاسه شي۔ د غونډې په مهال د امریکائي چارواكو سره نزدې رابطې لرلو سره د اولس مشر ټرمپ د اړخه د پاکستان دورې كولو پشمول د دورې په پريكړو تر عملدرآمد پړاؤ مخ په وړندې بوتللو په اقداماتو هم غور وكړې شو
متعلقہ مضامین
-
Pakistan first to provide aid for Afghan earthquake victims
-
Major progress in ‘bailout’ talks: IMF
-
Court grants interim bail to Moonis in money laundering case
-
Mother of politician Farooq Sattar passes away in Karachi
-
Capital’s air quality consistently healthy
-
Capital’s air quality consistently healthy
-
New runway to be completed by this year
-
New runway to be completed by this year
-
HEC hands over M.Phil degree to professor of UoB on order of Ombudsman
-
Tourists decry poor cleanliness arrangements at Faisal Mosque
-
Home built, influence-free economic model only solution to combat economic challenges: Sherry
-
Capital’s air quality consistently healthy