اسلام آباد 8 جولائی (اے پی پی) پاكستان په مقبوضه كشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو په اعتراف اډانه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائی كمشنر دويم راپور جاري كولو هركلې كړې كوم كښې چې د هند په مقبوضه جمو او كشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو حقیقت منلې شوې، مقبوضه كشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو په آزاد كشمیر او ګلګت بلتسان كښې د موجود آزادا چاپيرچل سره كومه موازنه نه شي كيدې، مقبوضه جمو او كشمیر نړۍ كښې تر ټولو زیات پوځ لرونكې سيمه ده دغسې غیر ملكی سیلګري د بشپړه آزادۍ سره آزاد كشمیر او ګلګت بلتستان ته تللې راتللې شي ۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر جاری شوې بیان كښې وئيلي شوي مونږ يو ځل بيا د او ایچ سی ایچ آر پلټنو كمېشن جوړولو تجويز هركلې كوو كوم به چی د هند پھ مقبوضه جمو او كشمیر كښې د روانو بشري حقونو منظمو او سختو خلاف ورزيو پلټنې كوي، سوئيلي اسياﺀ پشمول د نړۍ امن او سلامتیا لپاره د كشمیر شخړه د سلامتی كونسل قراردادونو له مخې هوارولو ته اړتيا ده۔ راپور كښې د هند قابضو عسكرو د اړخه بې ګناه وګړې د پیلټ ګن كارولو سره معذوره كول او وژل ، د عدالت نه غير د قتل پېښو پلټنو حقیقت منلې شوې۔ هند د پبلك سیفټی ایكټ په نامه د تور قانون په رڼا كښې په وګړو تشدد كوي دغسې د تور قوانین ترمخه قانونی تقاضې او شواهد نه لرل هم خلاف ورزي ده۔ راپور كښې وئيلي شوي د وګړو تګ راتګ ، د رايو څرګندونې آزادي او غیر جانبداره خبريالانو حقائق رامخې ته كولو په حقونو بنديز لګولې شوي۔ د دې مقاصدو لپاره د آرمډ فورسز سپیشل پاور ایكټ (اے ایف اېس پی اے) او ‘پبلك سیفټی ایكټ (پی ایس اے) په شان د تور قوانین سهارا اخستې كېږي۔ د بيان تر مخه مقبوضه جمو او كشمیر څخه بهر آباد كشمیری مسلمانان هم د ظلم او استحصال سره مخ دي۔ بیان كښې وئيلي شوي مونږ د دې راپور هركلې كوو په كوم كښې چې په مقبوضه جمو اوكشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ قلمبند كړې شوي۔راپور له مخې د جمو او كشمیر شخړې يواځنې حل د مقبوضه جمو او كشمیر اولس جائز حق منل دي كوم چې د ملګرو ملتونو سلامتی كونسل قراردادونو د لارې تسليم كړې شوي۔
متعلقہ مضامین
-
Shehbaz seeks explanation over report about Haj on govt expenses
-
Motorway police foil kidnapping bid of Karachi girl
-
Indian police arrest youth leader from Modi’s party for anti-Muslim comments
-
Motorway police foil kidnapping bid of Karachi girl
-
Govt to make ‘de-worming campaign’ a success in GB: Khurshid
-
P-5 countries asked to take notice of Islamophobia in India
-
Sindh Acting governor assures engagement with traders for improving business environment
-
Establishment of lasting peace top priority: Bizenjo
-
Promotion of Pak-US trade ties and investment in Pakistan foremost priority: Masood Khan
-
PM for immediate gas supply from newly discovered reservoirs in NW
-
IHC dismisses plea for SC consultation over new NAB chairman
-
NA suggests moving SC against Imran