اسلام آباد 16 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وئيلي دي چې حكومت په هېواد كښې معاشي استحكام لپاره په مالياتي او كرنټ خساره قابو موندل غواړي٬ دواړه خسارې حكومت لپاره لوي چېلنجونه دي۔ ده دا خبرې د آئي سي ا ے پي تر سيوري لاندې پوسټ بجټ پاكستان بېك آن ټرېك كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې مونږ ته د پخواني حكومت څخه 2 كهربه 30 اربه مالياتي خساره او په برآمداتو كښې صفر پرمختګ پاتې شوے او د 31 زره اربه روپو د قرضونو بوج هم مونږ ته پاتې شوے۔ ده ووئيل چې په دې نازك وخت كښې مونږ اقتصادي بحالې او پائيدار پرمختګ لپاره د مجموعي پرمختګ په پلو تلل غواړو۔ حكومت د دې مشكل هدف ترلاسه كولو لپاره يو شمېر اقدامات كړي دي چې پكښې د دوست هېوادونو نه مرسته ترلاسه كول هم شامل دي۔ ده ووئيل چې د تېرو څو مياشتو په هڅو د كرنټ اكاؤنټ خساره 7 اربه ډالرو ته راوستل شوې۔ ده ووئيل چې حكومت به د اېمنسټي سكيم په موده كښې پراختيا نه كوي او د جون كال 2013م 30مه نېټه به د غېر ظاهر شويو اثاثو څرګندولو وروستې نېټه وي۔
متعلقہ مضامین
-
Foundation-stone of waste water treatment plant laid
-
Children worst victims of Indian state terrorism in IIOJK: report
-
Court indicts Capt (retd) Safdar in hate speech case
-
Foundation-stone of waste water treatment plant laid
-
Court indicts Capt (retd) Safdar in hate speech case
-
Polio eradication strategies discussed to overcome challenges
-
Edhi Foundation provides free treatment to 10,395 people
-
Imran greedy for regaining power: Khair Muhammad Tareen
-
Marriyum tells Imran to wait till 2023 silently
-
FIA wants to arrest PM Shehbaz,Hamza in money laundering case
-
Imran greedy for regaining power: Khair Muhammad Tareen
-
Punjab govt abolishes petrol allowance of cabinet members