اسلام آباد ۔ 21 مئی (اے پی پی) د هېواد د پارلیمانی تاریخ 15 مې قومي اسمبلۍ د اولنو 9 مياشتو راپور جاري كړې شو۔ د نهې په ورځ د قومي اسمبلي سېكرټرېټ ترمخه په 13 اګست 2018ء د پیل شوې 15مې اسمبلۍ تر دې دمه 9 سېشن شوي دي۔ په 9 سېشنز كښې تر 89 ورځو د اسمبلۍ كارروائي روانه وساتلې شوه۔ د مخالفې ډلې غړو ته د اسمبلۍ كارروائۍ په مهال زيات وخت وركړې شو۔ د مخالفې ډلې غړو ته په مجموعي توګه د 48 ساعتونو او 21 دقيقو وخت وركړې شو۔ د مخالفې ډلې په مقابله كښې حكومتي غړو په مجموعي توګه 35 ساعته 19 دقيقې وخت ترلاسه كړې شو۔ قومی اسمبلۍ كښې 23 حکومتی او 47 نجی بلونه وړاندې كړې شول۔ تر دې دمه 8 حکومتی او يو نجي بل منظور كړې شو۔ قومی اسمبلۍ كښې 22 قراردادونه منظور كړې شول۔ د حضور نبي كريم (ص) د زېږېدنې په ورځ د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو او د بشري حقونو او د كوچنيانو نړيوالې ورځې په اړه قرارداد منظور كړې شو۔ د هندي جارحيت په ضد هم قومي اسمبلۍ كښې قرارداد منظور كړې شو۔ قومی اسمبلۍ كښې د 1071 پوښتنو ځوابونه وكړې شول۔ د پام ګرځونې 85 نوټسې د غونډې كارروائۍ كښې شامل كړې شوې۔ سپیکر د حكومت په مقابله كښې مخالفې ډلې ته د زياتو خبرو كولو موقعه وركړه
متعلقہ مضامین
-
Imran wants bloodshed to keep alive his dwindling politics: Ikhtiar Wali
-
32-year-old marries 17-year-old boy in India, commission asks for nullification of marriage
-
IHC asks authorities to produce five missing persons
-
India, Pakistan clash at UN after Pakistani envoy censures New Delhi’s repression in Kashmir
-
Pakistan’s mango production likely to decline by 50% due to heatwave, water shortage
-
Yasin Malik sentenced under black law, says Mishal Malik
-
India, Pakistan clash at UN after Pakistani envoy censures New Delhi’s repression in Kashmir
-
Dacoits rape teenage girl in front of father in Pattoki
-
Indian court sentences Yasinb Malik to life imprisonment
-
Electoral reforms: NA passes Elections (Amendment) Bill-2022
-
Indian court sentences Yasinb Malik to life imprisonment
-
IHC directs police to release PTI workers