اسلام آباد ۔ 30 اپرېل(اے پی پی) د افغانستان روغې جوړې عمل لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خلیل زاد د دې عزم پخلې كړې چې د اوږد جنګ ختمېدل به افغان اولس لپاره د امن او استحكام سبب وګرځي۔ افغانستان كښې تل پاتې امن سره به سيمه ايز اقتصادي استحكام هم وده اومومي۔ د زلمے خلیل زاد د پاكستان دورې په ترسره كېدو د نهې په ورځ د امريكائي سفارت لخوا د جاري شوي بيان ترمخه زلمے خلیل زاد د اپرېل په 29 مه او 30 نېټه د پاكستان دوره وكړه۔ د خپلې دورې په مهال ده خارجه سېكتر سهېل محمود او د خارجه وزارت نورو چارواكو پشمول د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او نورو مشرانو او پوځي چارواكو سره هم ملاقاتونه وكړل۔ زلمے خلیل زاد منطقه كښې استحكام او سوكالۍ له د مفاهمتي عمل ملاتړ په اړه د وزيراعظم د اوسنيو خبرو ستائنه وكړه۔ زلمے خلیل زاد ووئيل پاكستان د د انټرا افغان ډائیلاګ او د افغان ستونزې هواري له د هڅو ملاتړ كړې۔ ده ووئيل منطقې له امن ډېر مهم دے چې ورسره به سيمه ايز اقتصادي استحكام ته وده ترلاسه شي
متعلقہ مضامین
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
Training session for intending Haj pilgrims held
-
KP government to provide facilities to TMAs
-
Sherry underlines little recognition of persistently growing inequality throughout world
-
Police detain PTI leaders Ijaz Chaudhry, Mehmood ur Rasheed ahead of ‘Azadi March’
-
Youm-e-Takbeer – a glaring example of indomitable resolve
-
Long march is against establishment, not govt