اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وزير اسد عمر وئيلي دي چې د برېښنا بيعه كښې په اضافه او نه دې لړ كښې په تجويز غور روانه دې٬ آئي اېم اېف سره لوظنامه كښې به صوبې شاملوٶ٬ اېن اېف سي او نورو معاملو كښې به صوبو سره مشاورت كوٶ٬ ډېر زره به يو بانډ اجراء كوٶ٬ د اېف اے ټي اېف چارو باور راكړې چې په سپېځلې ډول به د پاكستان د كېس جاج اخلو۔ د اسد عمر خزانې او اقتصادي چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته د بريفنګ نه پس ميډيا سره خبرو كښې ووئيل چې د اېن اېف سي اېورډ او په نورو چارو كښې به صوبو سره مشاورت كوٶ۔ وفاقي وزير ووئيل چې آئي اېم اېف سره د لوظنامې په نتيجه كښې به به يوازې د 6 نه تر اته اربه ډالره ترلاسه كېږي بلكې نړيوال بانك٬ اسيائي پرمختيائي بانك اور د نورو نړيوالو پرمختيائي ادارو لخوا پاكستان سره د مرستې لارې پرانستې شي۔ ده ووئيل ډېر زر يو بانډ هم اجراء كوٶ۔ فنانشن ټاسك فورس كښې د هندي غړي پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د اېف اے ټي اېف چارو باور راكړې چې په سپېځلې ډول به د پاكستان د كېس جاج اخلو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زه خپله ټولو چېمبرز ته تلې يم او ټولو شراكت دارو سره مې مشاورت كړې دې٬ د هېواد د اقتصادي حالت بهترۍ لپاره به سباون كښې هم ټولو شراكتدارو سره د مشاورت لړۍ روانه وي۔ په دې موقع د خزانې دوهم وزير حماد اظهر ووئيل كوچنو كاروباريانو او دكاندرانو لپاره نوې سكيم لائچ كوٶ۔ ده ووئيل په فنشنګ ګډز د ټېرف تعين روان دې
متعلقہ مضامین
-
People cannot be left at mercy of ‘miscreants’
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
90pc of Sherani’s forest fires contained: Farah
-
Long march is against establishment, not govt
-
Police detain PTI leaders Ijaz Chaudhry, Mehmood ur Rasheed ahead of ‘Azadi March’
-
Long march ‘test’ for judges and ‘neutrals’
-
Saudi Arabia expands US$3b deposit to Pakistan
-
Police detain PTI leaders Ijaz Chaudhry, Mehmood ur Rasheed ahead of ‘Azadi March’
-
Media facilitation center set up at PID
-
All detenues to be released on personal surety bond: LHC assured