اسلام آباد ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) حج له د تلونكو بائيومېټرك تصديق عمل په 27 ښارونو كښې تېره ورځ د خالي په ورځ پېل شو۔ د مذهبي چارو وزارت ذريعو ترمخه د سركاري حج سكيم ترسېوري لاندې د حج سعادت ترلاسه كوؤنكو ته وئيلې شوي دي چې هغوي دې د شېډول ترمخه خپل بائيومېټرك تصديق باوري كړي۔ ددې شېډول وړاندې څخه د فون او اېس اېم اېس د لارې حاجيانو صاحبانو ته استولې شوې دې۔ دا شېډول د وزارت په وېب سائيټ هم ليدلې شي۔ د بائیو مېټرک تصدیق عمل اعتماد وېزہ سنټرز كښې كولې شي۔ د بائیومېټرک تصدیق په موقع دې حجاج كرام خپل اصلي رسيدونه ٬ كمپيوټرائزډ شناختي كارډ او د پاسپورټ مصدقه كاپۍ ځان سره راوړي۔ د 80 كاله نه د زيات عمر كسانو او د 6 كلونو نه د كم عمر كوچنيانو تصديق به وېړيا كېږي۔ په كومو ښارونو كښې چې دا عمل پېل شوې دې په هغو كښې اسلام آباد، ملتان، فیصل آباد، کراچی، لاهور ، پېښور ، سیالکوټ، رحیم یار خان، سکھر، کوئټه، ډی آئی خان، سوات، جھنګ، صوابۍ، مردان، حېدرآباد، ګجرات، ساهیوال، مانسهرہ، خوشاب، ګلګت، میرپور، راجن پور، ګوجرانواله، میرپور خاص، کوهاټ او قصور شامل دې۔ بائیومېټرک نه غېر به حجاج كرامو ته سعودي عربستان ته د تلو اجازه نه وي۔
متعلقہ مضامین
-
Right to self-determination only salutation to Kashmir issue: Mishal
-
Right to self-determination only salutation to Kashmir issue: Mishal
-
Two arrested over corruption charges
-
Hamza says decision made to reduce wheat, sugar prices
-
Hamza says decision made to reduce wheat, sugar prices
-
References against Gilani, Rubina Khalid adjourned
-
Court adjourns reference against Zardari till June 9
-
One dead, over dozen injured in Karachi blast
-
One dead, over dozen injured in Karachi blast
-
Foolproof security of educational institution top priority of Police: IGP
-
Imran’s two mobile phones stolen: Gill
-
Matric exams for Karachi students begin