كولمبو 23 مارچ (اے پی پی)په سري لنكا كښې د پاكستان هائي كمېشن د هېواد مضبوط٬ خوشحاله٬پرمختګ كړې او جمهوري ويلفيئر رياست جوړولو عزم سره 79مه د پاكستان ورځ لمانځلې۔ په دې موقع د مارچ په 23مه ورځ سهار د سري لنكا په پايه تخت كولمبو كښې د پاكستان په هائي كمېشن كښې يوه دستوره وشوه۔ د پاكستان هائي كمشنر مېجر جنرال(ر)ډاكټر شاهد احمد حشمت بېرغ هسك كړو او په دې موقع قامي سرد وغږولې شو۔ د پاكستان ورځې په مناسبت د پاكستان اولس مشر او وزيراعظم خاص پېغامونه هم ولوستلې شول۔ چې پكښې د دې ورځې په اهميت رڼا اچولو سره سره د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح٬حكيم الامت علامه محمد اقبال او د تحريك پاكستان نورو مشرانو ته د عقيدت پیرزوينې وړاندې كړې شوې وې۔ د دستورې په پايه كښې هائي كمشنر ګډون كونكو بچو سره په ګډه كېك كټ كړو۔په دستوره كښې په سري لنكا كښې مېشته پاكستانيانو٬د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو او خبريالانو په ګڼ شمېر ګډون وكړو۔د پاكستان ورځ هر كال د 23 مارچ 1947ﺀ په لاهور كښې د منظور شوي قرارداد په ياد كښې لمانځلې شي كوم كښې چې د هند مسلمانانو د بېل هېواد غوښتنه كړې وه
متعلقہ مضامین
-
Imran records video naming ‘all conspirators’
-
FM Bilawal to participate in US-convened meeting to address global food crisis
-
Badar Shahbaz appointed social media focal person to Punjab CM
-
US senator stresses rebuilding bilateral ties with Pakistan
-
Excise Police arrested Police sub-inspector of carrying drugs
-
Pakistan listed among drought hit countries by UN
-
SCA demands declaration of Sindh as drought hit in view of water scarcity, loans of farmers
-
BJP using NIA as a weapon to silence democratic dissent in Kashmir
-
Staff duty bus crushes father, daughter in Faisalabad
-
NHA assures to reopen Ayub Bridge Havelian after restoration: Murtaza Abbassi
-
NHA assures to reopen Ayub Bridge Havelian after restoration: Murtaza Abbassi
-
Sanjarani felicitates newly elected UAE president