اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) پاکستان د پلوامه بريد په اړه هندي بيان رد كولو سره وئيلي دي داخلي سیاسي مفاداتو لپاره دړكې او جارحيت د منطقې د امن په ګټه نه دې۔ هند له به د “زه نه منم” ګردان نه بهر كېدل وي۔ د كشميري زلمو په ضد رياستي تشدد به ختمول او د مذاكراتو لار به خپلول وي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند د هندي داخله وزارت وياند ادعا په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل پاكستان هندي تورونه ځكه رد كړي چې دا د بريد څخه سمدستي وروستو د كوم تحقيق نه غېر لګولې شوي دي۔ پخوا هم دهند دغسې د بې بنسټه تورونو عادت پاتې شوې۔ وياند ووئيل جېش محمد(جے ای ایم ) 2002 څخه پاكستان كښې كالعدم تنظيم دې او پاكتستان په دې عملدرآمد كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ وياند د “جے اے اېم د ذمه وارۍ ادعا ” او د بريد كوؤنكي وېډيو سره د اړوندې هندي ادعا په اړه په هندي دريځ كښې ښكاره تضاد ته پام ګرځولو سره ووئيل يو اړخ ته خو هند غیر تصدیق شوې سوشل ميډيا مواد “ګولډ سټېنډرډ” مني ولې ددې په ضد چې كله انډین حاضر سروس نیوی کمانډر کلبھوش یادیو پاکستان كښې د تخريبي هلو ځلو اعتراف وكړو او ذمه واري ئې ومنله نو هند منكر شو۔ وياند ووئيل هند بايد خپل احتساب په خپله وكړي او د خپلو سېكورټي او انټېلي جنس ناكامو په اړه ځواب وركړي۔ هند بايد د كال 2017 څخه د بنديوان عادل احمد ډار په حقله د راپور هم سپناوې وكړي۔ وياند ووئيل پاكستان هند سره اړيكې د معمول ترمخه كول غواړي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان خپل هندي همڅنګ نرېندر مودي ته خپل خط كښې وئيلي وو كه هند يو قدم پورته كړي نو پاكستان به دوه قدمه پورته كړي۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو د معمول ترمخه كولو له د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال ددواړو هېوادونو خارجه وزيرانو ترمينځھ د ملاقات وړاندېز هم وركړې وو ولې هند په بې بنسټه جواز ملاقات منسوخ كړې وو
متعلقہ مضامین
-
PA unanimous in taking action against bureaucrats from local government
-
SHC seeks written statement from federation in islands case
-
Virus claims 58 more lives; 1,873 new cases reported
-
PTI lodges foreign funding case against JUI-F in ECP
-
PTI lodges foreign funding case against JUI-F in ECP
-
One killed, 15 injured in land dispute clash
-
Ex-ISI chief Asad Durrani in touch with RAW since 2008, IHC told
-
Maryam rejects rumours of rift within PDM
-
Malaysia releases PIA plane after settlement of lease dispute
-
Some parties back no-confidence move against PM: Raja Pervaiz
-
Some parties back no-confidence move against PM: Raja Pervaiz
-
Shibli Faraz snubs Shehbaz Gill for sharing information with media