اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي)سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه ظفر الحق د ساهیوال پېښې په حقله شريكه تحقيقاتي ډله رد كولو سره وئيلي دې د معاملې تفصيلات بايد قام ته وړاندې كړې شي او ذمه وار دې انصاف سره مخ كړې شي۔ د ګل په ورځ سېنېټ كښې د اولسي اهميت په معامله خپلو خبرو كښې ده ووئيل په ساهيوال كښې يو سنګينه پېښه رامخې ته شوې٬ په دې معامله ايوان كښې بحث خوشبينه دے ځكه چې دا د يو انسان نه د انساني ځانونو مسئله ده۔ د مخالفې ډلې مشر ووئيل د پوليس په دې پېښه موقف سم نه دے ٬ ډزې كوٶنكي پوليس په وردۍ كښې نه وو او مقتولينو ګڼل كني دا ډاكوان دي٬ ځكه ھغوي ووئيل چې پېسې واخلۍ خو په مونږ ډزې مه كوي٬ د پېښه په حقله د پنجاب وزیراعلیٰ په كاركردګۍ تنقيد كښې ده ووئيل اوس په هره معامله د جے آئي ټي جوړولو رواج جوړ شوې٬ مونږ په دې معامله جے آئي ټي رد كوٶ ځكه چې د جے آئي ټي نه وړاندې د پنجاب واكمنو او انتظاميې موقف د خبري كنفرنسونو د لارې رامخې ته شوې ۔ ده ووئيل د پېښې دوه اېف آئي آرز درج كړې شوې حالانكه د سپريم كورټ رولنګ دے چې په يوه پېښه دوه اېف آئي آر نشي درج كېدلې۔ ده ووئېل د مقتولینو د كورنۍ په آېف آئي آر كښې هم نامعلومه كسان نامزد كړې شوې ٬ مونږ دا وايو چې پېښه كښې كوم كسان ككړ دي بايد بچ نلاړ نشي
متعلقہ مضامین
-
Kashmala urges women parliamentarians to work for protection of women inheritance rights
-
Rs320m released for victims of North Waziristan, Khyber operations
-
Abdul Aleem Khan loyal to PTI: Imran Ismail
-
CCP organizes seminar to mark International Women’s Day
-
Shujaat calls on Fazl to discuss no-trust motion
-
Mohsin Baig files post arrest bail case
-
Da’ish bomber of Peshawar mosque was Afghan exile: police
-
NIH BoG discusses reforms
-
2,100 policemen deployed for National Horse & Cattle Show
-
Opposition unable to bring ‘vote of no confidence’: Faisal Javed
-
Education best investment for future of country: Italian envoy
-
Govt taking measures to promote tourism: Khawar