اسلام آباد 22 جنوری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي د خارجه چارو وزارت په ذمه وارۍ سنبھالولو د پاکستان او امریکې اړيكو كښې موجوده تاؤ ترېښوالې ختم شوے ، اړيكې بيا د سره ښه كولو مقصد له کامیابی ترلاسه شوې، د سینئر امریکائي سناتور لنزے ګراهم خبرې کنفرنس د دواړه هېوادونو اړيكو ښه كولو عمل مخ پھ وړاندې بوتللو له عکاسي كوي۔ خارجه وزير د پاك امريكې اړيكو پھ اړه يوه مركه كښې ووئيل د خارجه وزارت په ذمه وارۍ سنبھالولو د دواړه هېوادونو اړيكې بيا د سره ښه كولو مقصد له کامیابی ترلاسه شوي۔ د سینئر امریکائي سناتور لنزے ګراهم خبرې کنفرنس د دواړه هېوادونو اړيكو كښې د ښه والې عمل مخ پھ وړاندې بوتللو له عکاسي كوي۔ ده ووئيل چا چې به ګوتې پورته كولې ، نن ستائنې كوي۔ نن امريكائي اولس مشر د عمران خان سره د ملاقات خوښي لري۔ خارجه وزير ووئيل د يو عارضی (ټرانزیکشنل) تعلق په ځائې د پاك امريكې ستراتيجكي پارټنر شپ پلو مخ پھ وړاندې تللو خواهش لرو۔ ده ووئېل سناتور لنزے ګراهم د دواړه هېوادونو د ستراتيجكي اړيكو مخ په وړاندې بوتللو اشاره كړي۔د افغانستان په اړه خارجه وزير ووئيل د امریکې سناتور د عمران خان سره دې خبرې ته سلا راغلې چې د افغانستان د مسئلې كوم پوځي حل نشته۔ نن ټوله نړۍ د عمران خان د افغانستان سیاسی حل خبرې سره اتفاق کوي او دا مني چې هغه سم وئيلي وؤ۔ ده ووئيل نړۍ امن اومصالحت كښې د پاکستان هڅې ستائي او وائي چې دې عمل كښې به د پاکستان كردار مهم وي۔ مونږ د امريكې سناتور ته پھ ډاګه كړې چې افغانستان كښې به خپل مهم كردار ترسره كوو خو دا شريكه ذمه واري ده۔ ده ووئېل مونږ دا ګڼو چې د مسئلې حل لپاره دې د پاکستان سره د سيمې نور هېوادونه هم خپل كردار ترسره كړي۔خارجه وزير ووئيل مونږ چې څومره هم د نيك نيتۍ څركندونه وكړو خو د مسئلې حل له به د افغانستان وګړو له خپلو كښې خبرې اترې كول وي۔ خارجه وزير ووئېل تر څو چې د افغانستان وګړو د تير وخت اړې ګړې هېرولو سره د خپل هېواد سباؤن له سوچ نه وي كړې ، پاکستان يواځې څه نه شي كولې۔ دا آسان كار نه ؤ او نه دے خو بيا هم مونږ هڅې كړي۔ خارجه وزير ووئيل نه يواځې امریکا بلکه یو اے ای، سعودی عرب،قطر، ایران، ماسکو او چین هم د پاکستان کردار ستائلې دے۔ده ووئيل زمونږ په نيت شك
متعلقہ مضامین
-
IG Punjab takes notice of killings in Gujrat
-
Faiz an inspiration for generations: minister
-
NA-33 by-polls: postal ballot paper applications to be received by March 26
-
UNSC condemns ‘heinous and cowardly’ terrorist attack in Peshawar
-
UNSC condemns ‘heinous and cowardly’ terrorist attack in Peshawar
-
PM’s former spokesperson rejoins PPP
-
WHO applauds Pakistan on vaccinating over 100 million individuals against Corona
-
No-trust vote against PM by March 9: PPP
-
PM’s former spokesperson rejoins PPP
-
Ministers, political leaders visit Kocha Risaldar to condole with blast victims
-
IRSA releases 56737 cusecs water
-
Swati vows to uplift Pakistan Railways through branding campaign