لاهور۔19 جنوری(اے پی پی ) د موسمياتو څانګې ترمخه د پنجاب په شمول د هېواد په زياتره سيمو كښې نن د اتوار په ورځ بلوچستان (کوئټه ، قلات، سبی، نصیر آباد، مکران ډویژن)،مالاکنډ، هزارہ، مردان، ډی آئی خان، ډی جی خان، پنډۍ ډويژن ، اسلام آباد، کشمیر اوګلګت بلتستان كښې په زياتره سيمو د برېښنا پړقا سره د باران او په غرونو د واورې پرېوتو دغسې پېښور ،کوهاټ، بنو، سرګودھا، ګوجرانواله، ملتان، ژوب، شهید بینظیر آباد، سکھر او لاړکانه ډویژن كښې په ځينو سيمو د باران ورېدو امكان دے۔ په ګلګت بلتستان او كشمير كښې هم د منځومانۍ او سختې واورې پرېوتو امكان دے۔ د خالي په ورځ د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم وچ او يو يخ پاتې شو۔ بياهم په ملاكنډ ډويژن ٬ د كشمير او ګلګت بلتستان او پنډۍ او كوئټې ډويژن په ځينو سيمو نرې باران او په غرونو واوره پرېوتلې۔ تر ټولو زيات باران ګلګت كښې 07، بګروټ 01، مالم جبه 03 او ګړھی دوپټه كښې 02 ملی میټر ریکارډ كړې شو۔ د خالي په ورځ لاهور كښې لږ تر لږ درجه حرارت 06 سېنټی ګرېډ ريكارډ كړې شو۔ فېصل آباد 6 ٬ ملتان 08 ،سرګودھا 05 او مري كښې 02 سېنټي ګرېډ ريكارډ كړی شو۔ دغسې نرې باران او لږه واوره هم پرېوته
متعلقہ مضامین
-
IHC for one more chance to India to hire lawyer for Kulbhushan
-
13 dead, 988 injured in Punjab road accidents
-
13 dead, 988 injured in Punjab road accidents
-
Prophet (PBUH)’s life the best guide to ensure human rights, socio-welfare norms: PM
-
13 dead, 988 injured in Punjab road accidents
-
Last warning for India as Pakistan Navy intercepts submarine: Sheikh Rashid
-
Section 144 imposed at exams premises in Nawabshah
-
Section 144 imposed at exams premises in Nawabshah
-
Healthcare services quality in hospitals being monitored: minister
-
Opp exposing itself by indulging in politics of anarchy: Buzdar
-
Opp moves resolutions in NA for ‘disapproval’ of PECA Ordinance
-
IHC gives one more chance to India to hire Jadhav’s lawyer