اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پھ هېواد كښې د اوبو كمي مسئله ډېره سخته او پرېشانونكې ده٬د اوچ كالۍ غوندې چېلنجونو باندې قابو موندلو لپاره به د اوبو ذخيرې زياتولو سره سره د اوبو مناسب كارول او د بچت طريقې خپلول وي٬پھ دې لړ كښې د نورو هېوادونو د كاميابو تجربو څخه هم استفاده كېدې شي۔ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ د اېن ډي اېم اے تر سيوري لاندې د خشك سالۍ په موضوع د قامي مشاورتي وركشاپ وروستۍ دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔په دې موقع د پارليماني چارو وفاقي وزير علي محمد خان د موسمياتي بدلون دوهمه وزيره زرتاج ګل او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل عمر محمود حيات هم موجود وو ۔اولس مشر ووئيل د اوبو د كمي مسئله ډېره سخته او پرېشانونكې ده٬د تصور سره يره رامخې ته شي ځكه چې اوبه د ژوند د بقا ضمانت دے۔ده ووئيل په سندھ او بلوچستان كښې يو شمېر سيمې د اوبو د كمي له امله اوچ كالۍ سره مخ دې كومو هېوادونو سره چې د اوبو ذخيره كولو نظام شته هغه هېوادونه د اوچ كالۍ په چېلنج قابو موندلې شي خو پاكستان سره د زياتو اوبو ذخيره كولو ځاې نشته ځكه مونږ ته به پھ دې لړ كښې د زيات اختياط كولو ضرورت دے۔اولس مشر ووئيل داوبو په شخړه د هېوادونو ترمينځه لوظ نامې موجود دي٬پاكستان او هند هم د اوبو پھ مسئله لوظ نامه كړی وه٬د دې نه د اوبو اهميت څرګندېږي٬ده ووئيل پھ دې اړخ هم د ځان پوهه كولو ضرورت دے چې پاكستان كښې د استعمال ډېرې اوبه سمندر ته لاړی شي٬د سيورېج د مناسب انتظام نشت والي له امله د دريابونو او قدرتي ذريعو اوبه ناولې شي۔اولس مشر ووئيل د اوچ كالۍ خطرات په نظر كښې ساتلو سره مونږ ته د اوبو زيان مخ نيوي سره د ناولو اوبو د بېرته استعمال جوګه كولو ضرورت دے۔اولس مشر ووئيل په بلوچستان كښې پھ زمكه كښې د لاندې د اوبو كچه ډېره ټېټه شوې٬د صوبې وزيراعلٰی سره د اوبو د كمي په مسئله خبرې شوې بايد مونږ د هغو هېوادونو د تجربو څخه استفاده وكړو كومو چې د اوبو د كمي په مسئله قابو موندلې۔ده په دې موقع پھ كراچۍ كښې د اوبو په صورتحال او د سمندري اوبو د ناولې كېدو په مسئله هم خبرې وكړی۔ده ووئيل زمونږ دين مونږ ته د اوبو د استعمال په اړه لارښونه كوي۔په دې لړ كښې پېغام عام اولس ته د رسولو ضرورت دې۔پھ دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن هم وېنا وكړه او وې وئېل پھ وركشاپ كښې د وفاق صوبو او د نړيوالو مرستندويه ادارو استازو ګډون كړے۔پھ دې موقع د اوبو د كمي اوچ كالۍ په مسئلو او د دې په حل خبرې وشوې
متعلقہ مضامین
-
Elahi asks PM to be cautious of his advisers
-
Govt to ensure religious freedom for minorities
-
Huge development projects launched in Karachi: Murad
-
PPP must focus on welfare of Sindh people: Khawar
-
Govt to ensure religious freedom for minorities
-
PM to launch Ehsaas Riyayat Ration scheme in Islamabad
-
WHO applauds Pakistan on vaccinating over 100 million individuals against Corona
-
No-trust vote against PM by March 9: PPP
-
WHO applauds Pakistan on vaccinating over 100 million individuals against Corona
-
Pak vs Aus: Pakistan’s new bowling coach Shaun Tait to arrive day after tomorrow
-
Widespread rain, snow likely in KP: Met
-
Irrigation dept takes action against encroachments in Quetta