اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير ډاکټر شیرین مزاري وئيلي دې د بې دركه كسانو په معامله بل منظورۍ لپاره وړاندې كوٶ٬ مونږ د ټولې مخالفې ډلې مرستې ته ارزښت لرو ٬ په غېر قانوني توګه څوك پورته كول او وژل جائز نه دي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته محسن داوړ ووئيل د طاهر داوړ د اغواء او بيا د وژنې په اړه د جے آئي ټي تحقيقات څه وشول٬ د سندھ وزیراعلیٰ او د بلاول بھټو زرداري نامې په اي سي اېل كښې شاملولو سره كوچنو صوبو ته كوم پېغام وركړې كېږي٬ د ګلالۍ اسماعيل نامه هم په ناجائزه توګه په اي سي اېل كښې شامله كړې شوې ٬ د دې په ځواب كښې وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري ووئيل د طاهر داوړ كېس پحقله به داخه وزارت تفصيلات وړاندې كوي ٬ راؤ انوار ته سزا وركول پكار ديه ٬ په دې كښې دوه رائے نشته٬ مونږ د بې دركه كسانو په اړه بېن الوزارتي كمېټي جوړه كړې ٬ دې ووئېل دا مسئله سخته خو ده خو په رو رو په دې لړ كښې مخ په وړاندې ځوو۔ مونږ چې په دې لړ كښې كوم قانوني بدلون كوٶ په ھغې كښې به مونږ ته د مخالفې ډلې مرسته پكار وي۔ دې ووئېل د كوم ټرائل نه غېر او په غېر قانوني توګه څوك پورته كول او بيا وژل جائز نه دي مونږ به دا سلسله ختموٶ۔ دې ووئيل د بلاول بهټو په معامله به د كابينې په غونډه كښې غور كولې شي
متعلقہ مضامین
-
UK delegation lauds efforts of PM, Shehryar to highlight Kashmir issue
-
KP CM chairs meeting to review development projects
-
NA committee approves defence ministry’s PSDP
-
Shehbaz, Fazl agree to gear up drive against govt
-
Plea against PECA: BHC issues notices to govt
-
Shehbaz, Fazl agree to gear up drive against govt
-
PTI confirms contact between Imran, Tareen
-
PM’s relief package is wise decision for poor people: Tarin
-
FIA seeks daily hearings against Shehbaz Sharif
-
FBR collects Rs3799 bln taxes in 8 months: Farrukh
-
Walk to mark Civil Defence day held
-
Another NADRA Mega Center in Peshawar to open soon