اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان د افغانستان شخړې د سياسي هواري بشپړ ملاټر كوي كوم چې د شخړې د ختمولو يوازنۍ او د عمل وړ لحل دے۔ وزيراعظم دا خبرې په وزيراعظم هاٶس كښې د امريكې پخواني سفير كېمرون منټر سره ملاقات كښې كړې څوك چا چې د كال 2010 نه تر 2012 پاكستان كښې د امريكې سفير پاتې شوې۔ وزیراعظم ووئيل د موجوده حكومت اقتصادي اېجنډا عملي كول لپاره منطقه كښې امن او د سلامتيا ماحول ضروري دے۔ د كېمرون منټر هركلي كولو سره وزیراعظم شريكې ګټې او په باور آډانه د پاكستان او امريكې قوي اړيكو له د اهميت پخلې وكړو۔ وزیراعظم پخواني سفير ته د سماجي او اقتصادي پرمختګ او د وسائلو د سپېځلي وېش د لارې د پاكستانو وګړو په ژوند كښې د غوره بدلون راوستلو په لړ كښې د خپل حكومت ترجيحاتو په حثله ووئېل۔ كېمرون منټر په تېر وخت كښې پاكستان كښې خپله سفارتي موده په كېريئر كښې د ذكر وړ تجربه وګرځوله۔ ده وزيراعظم ته ووئيل د پخواني سفير او د اوسني اېسټ وېسټ انسټي ټيوټ د تهېنك ټېك صدر په حېث زه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قوي اړيكو ملاتړ او تلقين كوم۔ ده ووئيل پاكستان منطقه او د امريكې د قامي سلامتيا هدفونو په اړه مهم هېواد دے
متعلقہ مضامین
-
First-ever livestock policy to increase halal meat exports
-
Anti-tobacco activists for increase in tobacco tax by 30pc
-
First-ever livestock policy to increase halal meat exports
-
Govt to provide all possible facilities at local level: minister
-
FM, EU High Representative discuss Ukraine situation
-
Scholars, writers term Shaikh Ayaz as founder of modern Sindhi poetry
-
CM condemns blast in Quetta
-
FM, EU High Representative discuss Ukraine situation
-
CM condemns blast in Quetta
-
Javed Afridi aims on buying famous football club
-
Country’s exports witness ‘record increase’ of 26% in 8 months: Farrukh
-
Complaints of overseas Pakistanis being resolved on priority: DC