اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ﴿رح﴾ د ولادت 143مه ورځ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په عقيدت او احترام لمانځلې شي۔ قائداعظم ﴿رح﴾ د دسمبر په 25مه نېټه كال 1876م كښې په كراچې كښې زېږېدلې و۔ ده ابتدائي زده كړې په كراچې كښې وكړې او د دې نه پس لوړو زده كړو لپاره لندن ته لاړو۔ ده په كال 1886م كښې د قانون ډګري ترلاسه كړه او وطن ته راستنېدو سره ئې ليګل كېريئر پېل كړو۔ بيا وروستو ده په آل انډيا مسلم ليګ كښې ګډون وكړو او د نيمې وچې مسلمانانو لپاره ئې د جلا وطن ترلاسه كولو هڅې پېل كړې۔ د هغه په هڅو په كال 1947م كښې د اګست په 14مه نېټه پاكستان آزاد شو۔ د قائد د ولادت په ورځ به هغه ته پېروينه وړاندې كولې شي۔ په دې موقع به عامه رخصتي وي۔ په كراچې كښې به د قائد په مزار قرآن خواني كولې شي۔ د دې ورځې په مناسبت به په ټول هېواد كښې خاص پروګرامونه كولې شي۔ په دې موقع به په پاكستان ټېلي ويژن او راډيو پاكستان د پاكستان ستر لارښود ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو لپاره خاص پروګرامونه خپرولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Govt will spend Rs 500mn on COVID 19 awareness campaign
-
President lauds progress in financial inclusion of differently-abled persons
-
ML-1 to uplift, modernise railways: Rasheed
-
AHL expects KSE-100 at 52,000 points by next December
-
Case against three women doctors
-
Case against three women doctors
-
PML-N leader Saif-Ul-Malook Khokhar in hot water
-
Resolution of journalists’ problems a priority: Firdous
-
ML-1 to uplift, modernise railways: Rasheed
-
4 children die in Tharparkar after having poisonous food
-
Pakistan rejects India’s misleading assertions in Jadhav’s case
-
4 children die in Tharparkar after having poisonous food