اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان سره د آسټريا سفير نكولس كيلز د زيارت په ورځ ملاقات كړې او د دواړو مشرانو د برېښنا په اړه په روانې مرسته ئې د خيالاتو څرګندونه كړې ۔په دې موقع د پاور ډويژن سېكتر عرفان علي هم موجود ؤ ۔ده سره په خبرو كښې عمر ايوب خان ووئيل حكومت د برېښنا په اړه د مالي وسائلو ښه والي لپاره لائن لاسز كښې كمي راوستل او د واجباتو وصولولو زياتولي لپاره ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل آسټرين كمپنۍ دې په پاكستان كښې د اوبو وړوكو پروژو كښې د سرمايه كارۍ جاج واخلي٬موجوده حكومت د برېښنا په ترسيلي او د وېش نظام ښه والي لپاره كار كوي۔ده ووئيل حكومت د لائن لاسز او وصولو ښه والي لپاره ګڼ شمېر ګامونه پورته كړي۔ عمر ايوب ووئيل حكومت به د آسټريا كمپنو له ټولې آسانۍ وركوي٬مونږ به د اوبو وړو او لويو پروژو كښې د سرمايه كارۍ هركلے كوو۔د آسټريا سفير خپلو خبرو كښې ووئيل د آسټريا سرمايه كار او كمپنۍ د پاكستان په پاور سېكټر كښې سر مايه كارۍ له خوښي لري
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, Afghanistan’s future correlated: Qadri
-
Health dept recovers 27,000 cottons hoarded Panadol
-
PM to lead country-wide mass contact campaign to mobilize PTI: Farrukh
-
Over 1.2 m trees to be planted in Bahawalpur during Spring 2022
-
Health dept recovers 27,000 cottons hoarded Panadol
-
Court adjourns hearing of Ramzan Sugar Mills case till 15th
-
Two FC officials injured in Quetta bomb explosion
-
China, Pakistan to discuss extension of CPEC with Afghanistan
-
Robber killed in encounter, four accomplices held
-
Court orders demolition of Al-Jannat Residency in Karachi
-
MQM-P on a whirlwind Punjab tour
-
20 killed in avalanche on Pak-Afghan border