اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې پاكستان او چين د منطقې پرمختګ او خوشحالې لپاره يو ډول نظر لري٬ دواړه هېوادونه د پرمختګ په شريك وژن كښې شراكتدار دي٬ د چين او پاكستان دوستې يو لازوال تاريخ دے٬ چين او پاكستان په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې٬ دواړه هېوادونه د آسيا تقدير بدلولې شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د پاكستان په دوره راغلي د چين د نېشنل پيپلز كانګرېس قائمه كمېټې پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د قائمه كمېټې وائس چيئرمېن ژانګ چنژان په مشرې ده سره د پارلمان په ودانې كښې ملاقات وكړو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د پاكستان او چين اړيكې په يو نوي دور كښې داخلې شوې دي٬ دواړه هېوادونه د پرمختګ په شريك وژن كښې شراكتدارا دي۔ د سېنېټ چيئرمېن پلاوي ته د چين په وړومبي امپورټ اېكسپو كولو مباركي وركړه او وې وئيل چې دا اېكسپو پاكستان لپاره ډېره مهمه وه۔ د پاكستان وزيراعظم عمران خان هم په دې كښې ګډون وكړو۔ ده د چينائي اولس مشر شي جن پنګ د سماجي پرمختګ د حكمت عملې ستائنه وكړه۔ په دې موقع چينائي پلاوي د بلوچستان زده كوونكو ته په تكنيكي څانګو كښې د تربيې وركولو او د دوي د مهارت زياتولو په اړه باور وركړو۔ د ملاقات يو شمېر سناتوران او د سېنېټ سپېشل سېكتر محمد انور هم موجود و۔
متعلقہ مضامین
-
Govt working hard to resolve problems of backward areas
-
Forces repulse attacks in Noshki, Panjgur; four terrorists killed
-
Govt working hard to resolve problems of backward areas
-
Farrukh condemns terrorist attack on army camps in Balochistan
-
No room for presidential system, imposition of emergency: govt
-
Tax reforms crucial for economic development: Dr Arif Alvi
-
9 drugs peddlers arrested; cache of drugs recovered
-
Students hold Kashmir solidarity rally in Sukkur
-
Govt wants uniformity in legislation in all provinces: Farogh
-
Saudi Ambassador calls on Omar Ayub
-
CM’s assistant takes notice of increase in flour, wheat prices
-
High demand for turf grass as spring season begins