اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د داخله چارو دوهم وزير شهريار آپريدي وئيلي دي ترهګرۍ ګرده نړۍ ځپلې ده٬ د پاكستان وسله والو ځواكونو د امن او سلامتيا په بحالۍ كښې مركزي كردار ترسره كړې دې۔ دوهم وزير دا خبرې پاكستان كښې د فرانس سفيرې مارك بېرېټي سره په ملاقات كښې وكړې۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه مرسته او د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال خبرې وشوې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې شهريار آپريدي ووئيل پاکستان او فرانس تاريخي اړيكې لري۔ دوهم وزير د فرانس سفيره پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د موقعو نه خبرولو سره ووئيل چې په خاص توګه د سېلګرۍ په څانګه كښې بلها موقعې موجود دي ۔ د فرانس سفیرې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو ستائنه كولو سره په دې لړ كښې د امنيتي ځواكونو او د وګړو د قربانيو اعتراف وكړٶ۔ سفيرې د ترهګرۍ په ضد د شريكو هلو ځلو اهميت رامخې ته كولو سره د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان سره د اوږدې مودې مرسته كښې خوښي ښكاره كړه۔ د ملاقات په مهال د دواړو ډلو ترمينځھ دوه اړخيزه اړيكو ته په پراختيا وركولو
متعلقہ مضامین
-
Violence mars local govt elections in KP; 2 killed
-
Simulation exercises for Public Accounts Committee (PAC) conducted by PAW
-
Voting underway for first phase of local body polls in KP
-
Yatrees leader says Pakistan no less than heaven for minorities
-
IG Punjab orders to tighten security on eve of Christmas
-
Pakistan proposes six-point plan to help Afghanistan
-
Shibli Faraz escapes unhurt in gun attack
-
SBP tightens rules on purchase of foreign currency
-
Voting underway to elect Shaukat Tarin as senator
-
PML-N slams PM Imran over ‘unhealthy obsession’ with Sharifs
-
Capital’s leopard family vulnerable to extinction from deliberate poisoning
-
32000 family cases in a year, Rawalpindi witnesses significant rise in divorce ratio