نیویارك 04 اکتوبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازې ډاکټر ملیحه لودھی وئيلي دي د خپلې خاورې څخه مو د ترهه ګرۍ ټولې ژالې ختمې كړې دي ، اوس پاکستان د پولې پورې غاړه څخه د ترهه ګرۍ خطر سره مخ دے۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 6مې (لیګل) کمېټۍ غونډې ته خطاب كښې د پاکستان سفیرې ملیحه لودھی ووئيل بهر هېواد څخه د ترهه ګرۍ خطرې مقابله په خپله لويديزه پوله د بارډر مینجمنټ كوټلې عملدرآمد د لارې كوو۔ دې ووئيل ترهه ګر او د هغوي د ناوړه کارروائیو په وجه زمونږ د هېواد عزم چرې هم كمزورې شوې نه دې او مونږ د دې لعنت خاتمې له او ترهه ګرو له په بشړه توګه ماتې وركولو له جنګ روان ساتلې۔ ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استتازې د ترهه ګرۍ په اړه بحث كښې برخه اخستلو سره ووئيل پاکستان كښې دا مهال د امن او استحکام صورتحال د ترهه ګرۍ په ضد د كوټلې اپروچ نتیجه ده۔ د پاکستان سفیرې په خپل خطاب كښې د بارډر مینجمنټ په نظام د عملدرآمد تفصیلات بیانولو سره ووئيل پاکستان به د دې اقداماتو په نتيجه كښې د پولې پورې غاړه څخه د عسکریت خوښو تګ راتګ ، د وسلې قاچاق او نشه ائ توكو قاچاق مخنيوي جوګه شي۔
متعلقہ مضامین
-
IHC instructs FGEHA to address objections of affectees
-
50,000 scholarships being provided under Ehsas: Dr Sania
-
SSGC stops gas supply to power plants to handle gas crisis
-
Police fires tear gas as protest erupts outside Nasla Tower
-
Malala Yousafzai officially graduates from Oxford University
-
PML-N asks for 50-rupee cut in petrol price
-
Petroleum Prices may go down
-
Petroleum Prices may go down
-
Two soldiers martyred in clash with terrorists
-
Committee addresses 248 cases of expats
-
Alvi, Turkmenistan president discuss bilateral ties, regional situation
-
Alvi, Turkmenistan president discuss bilateral ties, regional situation