اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن ته د يونان او ناروے سفيرانو خپل سفارتي اسناد وړاندې كړې دي ۔په دې لړ كښې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې يوه دستوره وشوه چې پكښې د يونان نومولې شوي سفير دمترس هاتزاؤ پولوس او د ناروے نومولې شوي سفير كيل ګوناراركسن اولس مشر ته خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل۔د دې نه پس د سفيرانو اولس مشر سره جلا جلا ملاقاتونه وشول۔په دې موقع اولس مشر ممنون حسېن په خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان دواړو هېوادونو سره خپلو سفارتي او اقتصادي اړيكو ته وده وركول غواړي٬پاكستان پراخا سرمايه كارۍ او كاروباري موقعو لپاره سازګاره فضاﺀ لري ٬ ده ووئېل هيله ده چې د يونان او ناروے سرمايه كار به په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كاري موقعو څخه بشپړه استفاده وكړي۔اولس مشر ووئيل په اولسي كچه روابط قوي كولو٬سياسي او اقتصادي روابط مضبوطولو لپاره دوه اړخيزه تبادلې ډېرې ضروري دي۔اولس مشر په پاكستان كښې نوې ټاكلې شوي سفيرانو له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې هغوي به پاكستان سره د خپلو خپلو هېوادونو اوسنۍ اړيكې لا قوي كولو لپاره كار وكړي
متعلقہ مضامین
-
Opposition decides to move court against bills passed by Parliament
-
IIOJK people urged for funeral in absentia for martyred
-
VCs in universities appointed on merit
-
Prove that Maryam owns apartments, IHC asks NAB
-
‘Tired’ opp needs fresh ‘wrestlers’
-
Islamabad police, CLAS launch report on ICT training policy
-
Court defers indictment of Sindh CM
-
Italian envoy visits SSU’s headquarters
-
Third testimony in favour of Nawaz
-
Covid-19 national positivity ratio below 1 percent
-
Taliban demand release of Afghan assets in a letter to US congress
-
DG ISI pays farewell call on FM