اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د ټاكنو د كميسون لخوا په قومي اسمبلۍ كښې د مېرمنو او د اقليتونو په خاص چوكو د كامياب شويو كانديدانو نوټېفيكېشن جاري كړے شو۔ د اتوار په ورځ د ټاكنو كميسون لخوا جاري شوي نوټېفيكېشن له مخې د پنجاب څخه د قومي اسمبلۍ په خاص چوكو د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د طاهرہ اورنګزېب، شائسته پروېز، عائشه رجب علی، مریم اورنګزیب، شازا فاطمه خواجه، عائشه غوث پاشا، زهرہ ودود فاطمی، کرن عمران ډار، رومینه خورشید عالم، مسرت آصف خواجه، زېب جعفر، ثمینه مطلوب، شهناز سلیم ملک، سیمي محی الدین جمیلی، مائزہ حمید، د تحریک انصاف ډاکټر شیرین مزاري، منزہ حسن، عندلیب عباس، عاصمه حدید، عالیه حمزہ ملک، جوېریه ظفر، کنول شاہ زېب، ډاکټر سیمی عبدالرحمن بخاری، ثوبیه کمال خان، نوشین حامد، روبینه جمیل، ملیکا علی بخاری، فوزیه بهرام، رخسانه نوید، تاشفین صفدر، وجیه اکرم، د پیپلزګوند د حنا ربانی کھر او د مسلم لیگ (ق) د فرخ خان د كاميابې نوټېفيكېشن جاري كړے شوے۔ د سندھ څخه د قومي اسمبلۍ د مېرمنو په خاص چوكو د پاکستان پیپلز ګوند د شګفته جمانی، شازیه مری، مسرت، ناز بلوچ، شاهدہ رحمانی، مهرین رزاق بھټو، ډاکټر شازیه ثوبیه، شمیم آراء، د پی ټی آئی د صائمه ندیم، غزاله سیفی، نزهت پټھان، نصرت واحد، د ایم کیو ایم د کشور زهرہ او د جی ډی اے د سائرہ بانو د کامیابې نوټېفيكېشن جاري كړے شوے۔ د خېبر پښتونخوا څخه د قومي اسمبلۍ په خاص چوكو د تحريك انصاف د نفیسه عنایت اللہ خان خټک، ساجدہ بېګم، نورین فاروق خان، شاندانه ګلزار خان، عظمیٰ ریاض، ظل هما نه علاونه د پی ټي آئی په ترجیحي لسټ كښې د مېرمنو د كمې شمېرې له امله يوه چوكۍ خالي پرېښودل شوې۔ د دې نه علاوه د متحدہ مجلس عمل د شاهدہ بېګم، د مسلم لیگ (ن) د بیګم طاهرہ بخاری د کامیابې نوټېفکېشن جاري كړے شوے۔ د بلوچستان څخه د قومي اسمبلې د مېرمنو په څلور خاص چوكو د متحدہ مجلس عمل د عالیه کامران، د بلوچستان عوامی ګوند د روبینه عرفان، د بلوچستان نیشنل ګوند د شانزہ نصیر بلوچ او د پی ټي آئي د منورہ بی بی بلوچ د کامیابې نوټېفيكېشن جاري كړے شوے۔ په قومي اسمبلې كښې د اقليتونو په خاص 10 چوكو كښې د پی ټي آئی د لال چند، شنیله رتھ، رمېش کمار، جے پرکاش، جمشید تھامس، د مسلم لیگ (ن) د ډاکټر درشن، کیسومل کھیل داس، د پیپلز ګوند د رمېش لال، نوید عامر او د ایم ایم اے جیمز اقبال د كاميابې نوټېفيكېشن جاري كړے شوے۔
متعلقہ مضامین
-
PHC terms non-party polls unconstitutional
-
Islamabad police adopt system to better serve citizens
-
PHC terms non-party polls unconstitutional
-
Punjab approves two uplift schemes in health, irrigation sectors
-
Govt making efforts to make PNC more efficient
-
Accountability biggest issue for incompetent league: Gill
-
Chaman-Spin Boldak border to reopen from Tuesday: Mansoor Ahmad
-
Govt making efforts to make PNC more efficient
-
One killed, another injured as fire erupts at firecracker producing factory
-
Vivian Richards, David Gower praise Pakistan team in meeting with PM Imran Khan
-
Masses to benefit from fruits of uplift: Buzdar
-
Punjab govt takes big step to make LG institutions functional