اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ اېس ډي جيز سپورټ يونټ تر سېوري لاندې د پائيدار پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو په سرخط اولنې قومي كنفرنس د اسلام آباد يو هوټل كښې وشو۔ كانفرنس كښې خاص مېلمنه وفاقي وزيره ډاكټر شمشاد اختر وه او د كنفرنس مشري د منصوبه بندۍ وزارت سېكتر شعېب احمد صديقي وكړه۔ كنفرنس كښې نجي څانګې سره تعلق لرونكو مهمو شخصياتو ٬ د تھنك ټېنكس مشرانو ٬ پرمختګ او معاشيات لپاره د ملګرو ملتونو او د ژوند نورو څانګو سره تعلق لرونكو 100 څخه زياتو شخصياتو او پوهانو ګډون وكړو۔ ډاکټر شمشاد اختر ووئيل د پائيدار پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو كاميابي وفاقي او صوبائي حكومتونو له د كوم لوئې چېلنج څخه كم نه دي۔ دې مقصد لپاره به قامي كچې سره سره په ځائې كچه شعور بېدارول وي۔ دې ووئيل د پائيدار پرمختګ هدفونو ترلاسه كول باوري كولو له به مركز سره سره صوبائي او مقامي حكومتونو او انتظاميې له دې ته تر ټولو وړومبې پاملرنه كول وي۔ دې ووئيل د پائيدار پرمختګ هدفونه ترلاسه كول باوري كولو له به د ټولنې ټولو ډلو له خپل بشپړ كردار ترسره كول وي۔ وفاقي وزيرې ووئيل حكومت معاشي څانګه كښې يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے۔ ددې چېلنجونو په موجودګۍ كښې وفاقي او صوبائي حكومتونه د پرمختګ هدفونه ترلاسه كولو له نجي څانګې سره په ګډه كاميابيو ته رسېدې شي۔ ډاکټر شمشاد اختر وړاندېز وركړو چې د منصوبه بندۍ په وزارت كښې جوړ كړې شوې اېس ډی جیز سپورټ یونټ دې صوبو سره په ګډه د مهمو هدفونو ٬ ترجيحاتو او دې لپاره د مالي حاجتونو تعين او د وسائلو رسنې له مجموعي تګلاره وضعه كړي۔ دستورې ته د منصوبه بندۍ سېكتر شعېب احمد صديقي خپل خطاب كښې ووئيل د پرمختګ هدفونو ترلاسه كول زمونږ د قامي پرمختيائي ايجنډې مهم جز دے او پرمختګ لپاره د وضعه كړې شويو اولنو درې مهم ترجيحاتو برخه ده۔ ده دا كنفرنس او په دې كښې د پوهانو او بېلو څانګو سره د تعلق لرونكو كسانو لويه شمېره كښې ګډون په قامي كچه يو سنګ ميل ګرځولو سره ده هيله ولرله چې ددې كنفرنس په نتيجه كښې به ټول ګډون كوؤنكي د دې هدفونو په ترلاسه كولو كښې د حكومت مرسته كوؤنكي ثابت شي۔ (وا/م ع/ګ
متعلقہ مضامین
-
Pakistan records 10 deaths, 658 new COVID cases
-
Pakistan vs Afghanistan: Asif Ali is a true finisher, says skipper Babar Azam
-
PM shows displeasure over Punjab police’s failure to block TLP march
-
CTD arrests four Al Qaeda, Daesh terrorists in Khyber operation
-
Buzdar slams ‘politics of negativity’ by PDM
-
FFC secures Best Corporate Excellence award
-
COVID-19 disrupting trade of aquatic products between Pakistan, China
-
FFC secures Best Corporate Excellence award
-
FFC secures Best Corporate Excellence award
-
Govt seeks ulema’s help to broker peace deal with TLP
-
President Arif Alvi promulgates new NAB ordinance
-
PDM to hold anti-inflation rally in DG Khan today