اسلام آباد 06 جولائی (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د قامي پرمختګ بنياد قوي كولو لپاره تربيه شوي افرادي قوت ته اړتيا ده٬د بشري پرمختګ قامي كمېشن د افرادي قوت تربيې په لړ كښې د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔دې لپاره ضروري ده چې په دې حقله پھ مستقلو بنيادونو كار روان وساتلې شي۔ده دا خبره د جمعې په ورځ د بشري پرمختګ قامي كمېشن كلن راپور وړاندې كولو په موقع وكړه۔اولس مشر ته دا راپور د تعليم او پیشه وره تربيې لنډ مهاله وفاقي وزير محمد يوسف شېخ او د كمېشن چيئرپرسن رزينه عالم وړاندې كړو۔په دې موقع د تعليم وفاقي سېكتر ارشد مرزا او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل تربيت يافته افرادي قوت د قامي پرمختګ بنياد دے۔په دې لړ كښې قامي كمېشن د قدر وړ خذمات ترسره كوي۔ده ووئيل د قامي پرمختګ لپاره زمونږ اهداف زيات دي خو د وسائلو كمې په لاره كښې يو لويې خنډ دے۔ده ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده چې د تېرو څو كلونو په مهال دې څانګو ته پام لرنه شوې د كومې چې ښې نتيجې راوتي۔ده هيله څرګنده كړه چې سباؤن كښې به هم پھ دې لړ كښې كار روان وساتلې شي۔ده ووئيل زرينه عالم خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي كومې چې د دې څانګې د نورو ذمه وارو لپاره د لارې مشال حېثيت لري۔ده ووئيل كلي والو سيمو كښې د ګهوسټ سكول رجحان د تشويش وړ دے د كومې خاتمې له چې د يو كوټلې تګلارې سره كار كولو ته اړتيا ده۔ده د تعليم وزير ته سپارښتنه وكړه چې په دې لړ كښې يوه داسې پالېسي جوړه كړئ چې په رڼا كښې د ابتدائي تعليم معيار ښه شي
متعلقہ مضامین
-
Around 600 craftspeople display artwork
-
PHC terms non-party polls unconstitutional
-
One killed, another injured as fire erupts at firecracker producing factory
-
Govt making efforts to make PNC more efficient
-
Govt making efforts to make PNC more efficient
-
One killed, another injured as fire erupts at firecracker producing factory
-
CTD gun down four TTP terrorists in overnight operation
-
11 injured in Kharan blast
-
Punjab govt takes big step to make LG institutions functional
-
IHC seeks details of FIA’s powers
-
23 killed as coach plunges into Rawalakot ravine
-
Pakistan strongly condemns Kabul hospital attacks