اسلام آباد 07 جون (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر)ناصرالملك په مشرۍ كښې د پېټروليم څانګې په اړه د بريفنګ غونډه د زيارت په ورځ وزيراعظم آفس كښې وشوه۔د برېښنا لنډ مهاله وزير بېرسټر سيد علي ظفر٬د وزيراعظم سېكتر سهيل عامر٬د پېټروليم سېكتر سكندر سلطان راجه او نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔د پېټروليم سېكتر وزيراعظم له د پېټروليم څانګې صورتحال او په خاص توګه د ګاز او پیټروليم منصوعاتو پېداوار او طلب پھ اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ته ووئيل شو چې په هېواد كښې د توان موجوده حاجت 79.58 ملينه ټنه تېلو برابر دے كوم چې 38 فيصده ګاز٬ 34 فيصد تيل٬ 6 فيصده اېل اېن جي او نورو وسائلو څخه پوره كېږي۔د پېټروليم سېكتر په هېواد كښې د تېل او ګاز موجوده پانګو او په صوبو كښې د پېداوار او استعمال صورتحال جائزه هم وړاندې كړه۔په دې موقع ووئيل شول په هېواد كښې د ګاز صارفينو شمېره 88 لكه ده او په دې كښې د كال 5 لكه اضافه كېږي۔ځايې پېداوار كښې د كمي په تناظر كښې د اېل اېن جي ضرورت كوم چې دا وخت 1 زر اېم اېم سي اېف ډي دے۔تر 2030 به 3600 اېم اېم سي اېف ډي ته ورسي۔د پېټروليم سېكتر د ګاز خرڅولو بيعو پشمول د پېټروليم څانګې په اړه بېلې مسئلې رامخې ته كړې۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه بايد د لنډ مهاله حكومت دائره اختيار له مخې د بېړی صورتحال مخ نيوي نه علاوه د پېټروليم په اړه د مسئلو حل له كوټلي تګلاره جوړه شي كومه چې بيا د نوې ټاكلې حكومت هم پكار راشي
متعلقہ مضامین
-
No room for any militant group in Pakistan: Moeed
-
Govt to amend Christian marriage act: IHC told
-
TLP has crossed the red line: Moeed Yusuf
-
Stick to your promises or face consequences
-
TLP has crossed the red line: Moeed Yusuf
-
Lahore Board declares result of Inter Part-I annual exam
-
32 activists of banned outfit spreading hatred on social media arrested: Fawad
-
Another 20 flights called off from Allama Iqbal Airport
-
Army top brass vows to thwart all threats to country’s security
-
Faez Isa submits statement on Akram cheema’s arrest and release
-
PM transforming people’s dream of own house into reality: Farrukh
-
Govt decides to increase power tariff by Rs 1.39 per unit