اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) هېواد كښې پرائمري څخه تر پوسټ ډاكټرېټ د اعلی تعليم ودې له په نوې وفاقي ميزانيه كښې 46 ارب 67 کروړ روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ په مالي كال 2017-18 كښې د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام په دې مد كښې 35 ارب روپۍ او په كال 2016-17ء كښې د اعلی تعليم ودې له 21 ارب روپۍ بېلې كړې شوې وې۔ د اعلیٰ تعلیم ودې له د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د لوړو زده كړو كمېسيون ته د سټرټېجک فرېم ورک 2025ء تيارولو هدايات وړاندې څخه كړي دي۔ دا فرېم ورك به هېواد كښې د اعلی تعليم معيار نړۍ كښې د اعلی تعليم بدلېدونكو رجحاناتو ترمخه كولو كښې مرسته كوؤنكې ثابت شي۔ دې سره سره به دا سباؤن لپاره د تعليم د رخ او منزل تعين وكړي او د اعلی تعليم 5 كلنه منصوبې او د لنډې مودې منصوبو كښې به لارښودنه وكړي۔ موجوده حكومت په څلور كلونو كښې د اعلی تعليم بجټ يو په دوه كړې۔ د چارواكو ترمخه يو اړخ ته د سي پېك ترسېوري لاندې د تعليم او په خاص توګه د تكنيكي مهارت منصوبې شامل دي بلخوا امريكا سره تعليمي راهداري (نالج کورېډور) جوړه كړې شوې چې ترمخه به ئې 10 زره پي اېچ ډي سكالرز تيارولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Administration seals main roads linking Rawalpindi and Islamabad
-
Enough is enough!
-
FM Qureshi meets Iranian president Ebrahim Raisi
-
Dengue virus surges, crosses 27,000 cases in Pakistan
-
Inter Provincial Ministerial Group vows to enhance women’s representation across party lines
-
Court postpones hearing of Asif Zardari reference to Nov 18
-
E-certificate of origin to facilitate Pak-China trade
-
21 flights called off from Lahore Airport
-
HPP, WWF-P join hands for ‘Rung Do Pakistan’
-
E-certificate of origin to facilitate Pak-China trade
-
Military dignitaries witness Exercise ‘ACES Meet 2021-2’
-
21 flights called off from Lahore Airport