اسلام آباد۔ 10 مئی(اے پی پی) قامی اسمبلی كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه وئيلي دې د بېنظير بھټو شهيدې نومولې شوي وژونكې خوشې كېدل د افسوس وړ ده۔ پاكستان لپاره جنګ كوؤنكې اتلې سره انصاف نه كېږي۔ پارلمان دې د دغه تورنو د خوشې كېدو غندنه وكړي۔ سپيكر سردار اياز صادق د قانون وزارت ته هدايت وكړو چې هغه په دې پېښه د ايوان اندېښنې څخه عدليه خبرولو له خط اوليكي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته سيد خورشيد احمد شاه ووئيل دا ايوان تر ټولو لويه جمهوري اداره ده۔ دا په سياسي ګوندونو مشتمل دے۔ كه دا نه وي نو دې ته آمريت وئيلې شي۔ ده ووئيل په پروېز مشرف د بريد څخه وروستو تر 4 ورځو دغه سيمه حفاظت كښې اخستلې شوې وه او ثبوتونه جمع كړې شوي وو۔ ده ووئېل يو موبائل ترلاسه شو چې په مرسته ئې ترهګر ونيولې شول او هغوي له سزاګانې وركړې شوې۔ده ووئېل د بېنظير وژنه ښكاره وه۔ د هغې نومولې شوي وژونكې خوشې كېدل د افسوس وړ او شرمناكه ده۔ پارلمان بايد د دې غندنه وكړي۔ خورشيد شاه ووئېل څوك چې پاكستان لپاره جنګ كولو له راغلې وه نن هغې سره انصاف نه كېږي۔ سپیکر ووئيل د دې پېښې 10 كالو څخه زيات وخت شوې د ورځې په بنياد بايد د دغې كېس اورېدنه اوشي۔ د قانون وزیر محمود بشیر ورک ووئيل د بېنظير د وژنې مقدمه د 10 كالو څخه ځنډولې شوې۔ د هغې تورن پرېښودلې شوي۔ولې د پخواني وزيراعظم نوازشريف كېس اورېدنه د ورځې په بنياد روانه ده۔ ده ووئيل د بېنظير د وژنې په ورځ د نواز شريف په اولسي غونډه هم ډزې شوې وې۔ نن مونږ تقسيم يو مونږ بايد يو شؤو۔ د مخالفې ډلې مشر ووئېل هېواد نازك پړاؤ څخه تېرېږي۔ په وزيرانو بريدونه كېږي۔ دا خطرې د پاكستان په ضد سازش دے
متعلقہ مضامین
-
Govt notifies amended rules for social media
-
Issues related to ISI chief’s appointment ‘fully settled’
-
IGP orders steps to save police personnel from dengue
-
UBL, OPay collaborate on expanding financial inclusion in Pakistan
-
Corrupt political families ‘striving for NRO’: Haleem
-
European MPs assure Sarwar of support on GSP Plus extension
-
IGP for strict security arrangements on Eid Milad-un-Nabi
-
Traditional zoos to be transformed into ‘open caged’ ones soon: SAPM
-
KP starts recruitment process for SSU CPEC police
-
Traditional zoos to be transformed into ‘open caged’ ones soon: SAPM
-
Balochistan govt to issue Kissan Cards
-
Govt striving to transform Pakistan into Islamic welfare state: PTI