اسلام آباد ۔ 12 مئی (اے پی پی) د موسميات څانګې ترمخه په راروانو 24 ساعتو كښې د اسلام آباد او پنډۍ په شمول ګوجرانواله، سرګودھا، کوئټه ، ژوب، قلات ډویژن،خېبرپختونخوا ٬ فاټا ٬ لاهور ٬ ملتان ٬ ډي جي خان ٬ فېصل آباد ٬ ساهيول ډویژن،ګلګت بلتستان او د كشمير په ځينو سيمو كښې طوفان او د پړق پړوق سره د باران امكان دے۔ د هېواد په نورو سيمو كښې به موسم ګرم او خشك وي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د اسلام آباد پشمول بره پنجاب ٬ خېبر پختونخوا ٬ فاټا او زيارت كښې باران وشو چې ورسره موسم كښې ښه والې رامخې ته شوې۔ د هېواد په نورو سيمو كښې موسم ګرم او خشك ؤ۔ تر ټولو زيات باران د خېبر پختونخوا دير سيمه كښې 11، كوز دير كښې 07، چترال كښې 04، دروش كښې 02 او د بلوچستان زيارت سيمه كښې 01 ملي ميټر ريكارډ كړې شوې۔ تېره ورځ ريكارډ كړې شوې تر ټولو زياتو ګرمو سيمو كښې د لاړكانې درجه حرارت 49 او د شهید بینظیر آباد، دادو، جېکب آباد او موهنجوداړو 48 ډګري سېنټي ګرېډ ريكارډ كړې شوې
متعلقہ مضامین
-
Don’t raise hue and cry over non-issues: Fawad
-
COVID-19 positivity rate continues to show downward trend in Pakistan
-
PDM doing politics of long marches, sit-ins: Farrukh
-
India invites Pakistan, China, Russia to NSA meeting on Afghanistan
-
Seven of a family killed in Muzaffargarh house fire
-
Persistent decline in Covid positivity ratio
-
PM Imran Khan summons urgent session on rising inflation: sources
-
Gun shooting in US continues, 1 killed, 7 injured
-
Islamabad records 141 new dengue cases
-
Shahbaz Sharif denounces PTI’s poor governance
-
One cop martyred, seven injured in blast near Balochistan University
-
Zameen.com holds property sales event in Islamabad