اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د احستاب قومي بيورو﴿نېب﴾ په سندھ كښې د نېب كېسونو د بندېدو په اړه خپور شوې خبر په سختې سره رد كړے او وئيلي ئې دي چې په سندھ كښې د نېب د كېسونو بندېدو خبر بې بنسټه دے٬ د نيم ريښتيا په بنياد خبر كښې د سندھ نېب د غوره كاركردګۍ سمه منظر كشي نه ده شوې۔ د خالي په ورځ د نېب لخوا جاري شوي په وضاحتي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د سندھ نېب لخوا د سياست دانانو په ضد د كېسونو د بندېدو خبر درست نه دے۔ د قومي اسمبلۍ غړې فريال تالپور په اړه وئيلي شوي دي چې د هغې په ضد تورونه ثابت نه شول او نېب كېسونه ختم كړل خو حقيقت دا دے چې نېب د فريال تالپور په ضد كوم كېس نه دې جوړ كړے خو د هغې د خاوند په ضد د امن د ذريعو نه بغېر د اثاثو جوړولو په تورونو انكوائري په كال 2016م كښې د جنورې په 17مه نېټه پېل شوې وه چې پكښې د هغه د دولت ريكارډ واخستل شو او د هغه بيان هم ريكارډ كړے شو۔ په دې انكوائرې كښې دا تورونه ثابت نه كړې شول او اېګزېكټو بور د دسمبر په 21مه نېټه كال 2016م كښې دا كېس ختم كړو۔ د دې نه علاوه د سهېل مظفر ټپي په ضد د كېس د بندېدو خبر وركړے شوے۔ د هغه په ضد په انفرادي توګه كوم كېس نه و خو په كراچې كښې د زمكې د الاټمنټ په اړه كېس كښې په حكومتي چارواكو د اثر انداز كېدو تور و ځكه هغه د انكوائرې د عمل برخه جوړ شو او هغه ته هم نوټس جاري كړے شو۔ په خبر كښې د سهېل انور سيال په ضد د كېس بندېدو هم وئيلي شوي دي۔ د دې نه علاوه د جام خان شورو په ضد د كېس بندېدو هم وئيلي شوي دي خو د دوي په ضد كوم كېس نه و پېل كړے شوے۔ دغسې د نورو كسانو ذكر هم په خبر كښې موجود دے۔ د نېب وياند له مخې د نېب د كاركردګې په اړه دا خبرونه بې بنسټه دي٬ حقيقت دا دے چې د نېب كاركردګي قومي او نړيوالو ادارو ستائيلې ده۔ په نېب كښې د سزاګانو عمل 77 فيصده دے او 290 اربه روپې نېب ريكور كولو سره په قومي خزانه كښې جمع كړې دي كومه چې د نېب لويه كاميابي ده۔ نېب ته په لويه شمېره د اولس لخوا راتلونكي شكايات په نېب د هغوي د باور څرګندونه ده۔
متعلقہ مضامین
-
PU holds int’l webinar on Pak-Russia relations
-
PM asks nation to celebrate Eid Milad with full zeal
-
Women’s character to be ‘irrelevant’ in rape cases probe: Farogh
-
Goverment trying to offer relief to masses
-
High oil prices in int’l market cause of readjustment in prices: Fawad
-
PHC seals 223 fake centres in 28 cities
-
Crackdown against criminals continues as per directions of IG Punjab
-
IIOJK people left at mercy of one million Indian troops
-
15 drug peddlers and bootleggers arrested; drugs seized
-
Famous journalist Dr Ajmal Niazi passes away in Lahore
-
Shaukat Tarin appointed as PM’s advisor on finance
-
Pakistan’s desire for peace must not be misunderstood: PAF chief