اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د زورول كېدو مخ نيوي په اړه وفاقي محتسبې كشماله طارق وئيلي دي چې حكومت په سركاري او نجي ادارو كښې كار كوونكو ته د عزت او وقار ماحول وركولو لپاره هڅې كوي٬ چا ته به هم د ملازمينو يا ورسره د كار كوونكو زورولو اجازه ورنه كړې شي٬ هر يو تن په صفا او د ظلم او امتياز نه پاك ماحول كښې عزت نفس سره د كار كولو پوره حق لري۔ هغې دا خبرې طارق د اېف پي سي سي آئي لنډ مهاله صدر سيد مظهر علي ناصر د خبرو كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د اسلام آباد چېمبر صدر عامر وحيد٬ د اېف پي سي سي آئي پخوانې صدر ملك زبېر٬ د وفاقي چېمبر چيئرمېن كوآرډينېشن ملك سهېل او نور هم موجود وو۔ كشماله طارق ووئيل چې منفي رويه نه يوازې خلقو لپاره د تباهې وړ ده بلكې دې سره ادارو ته هم زيان رسي ځكه چې ملازمين خپل ځان غېر محفوظ او زياتي سره مخ ګڼي او دې سره د دوي په كاركردګې بد آغېز كېږي۔ په دې موقع كشماله طارق او سيد مظهر علي ناصر د تفاهم د يو يادښت په لاسليك كولو اتفاق وكړو چې له مخې به ئې په كراچې٬ لاهور ا و اسلام آباد كښې سېمينارونه كولې شي۔ په دې موقع ملك سهېل حسېن ووئيل چې په ګڼ شمېر نجي او سركاري ادارو كښې د ملازمينو د زورولو پېښې رامېنځ ته كېږي خو راپور كولې نه شي۔ ټولو ادارو ته په خپلو ملازمينو كښې د منفي رويې ختمولو لپاره اقداماتو ته ضرورت دے۔
متعلقہ مضامین
-
Court serves notice to NAB on Zardari’s acquittal plea
-
Petroleum prices in Pakistan still ‘lowest’ in region: Fawad
-
PM arrives in Tajikistan to attend SCO summit
-
World urged to take practical measures for prosperity in Afghanistan
-
BJP govt using illegal means for demographic changes in IIOJK
-
Gave presentation to ECP, not orders: NADRA Chairman
-
PM urges SCO states to resist bloc politics for peaceful coexistence
-
Pakistan has promising digital future: Chinese expert
-
Chilghoza trees burning in Chitral as fire erupts in local forest
-
Lack of quorum leads to NA session’s adjournment
-
Govt charging 16.4% taxes on petrol against 52% in previous govt: Asad Umar
-
President Alvi proclaims new tax laws, non-filers to face penalties