اسلام آباد 16اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د خزانې لپاره صلاحكار ډاکټر مفتاح اسماعیل وئيلي دي راروان بجټ كښې به اولس له اسانۍ وركولې شي،د حکومت غوره پالیسو په سوب اقتصادی اعشاری ګتورې دي،معاشی شرح نمو سره به د روزګار موقعې زياتې شي، د تعلیم بجټ او صوبو له د فنډز وركول يو په دوه زيات شوي، د ټیکس محاصل به د 4000 اربه روپو څخه زيات شي،بينظیر انکم سپورټ پروګرام بجټ 120 اربه روپو څخه به زياتولې شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اېس ډی پی آئی د سيورې لاندې پری بجټ سیمینار ته وكړه ۔ ده ووئيل د پیپلز ګوند پھ دور كښې ګرانې 11 فیصده خخه زياته شوې ؤه، د تيرو 5 كلونو پھ مهال د ګرانۍ شرح تر 4 فیصده ته راوستلې شوي ۔ ده ووئيل معاشی شرح نمو زياتيدو سره به د روزګار نوې موقعې راپېدا شي ۔ د خزانې صلاحكار ووئيل د پی آئی اے خسارہ به د روان كال په مهال 45 اربه روپۍ وي ،ډسکوز به 176 اربه روپۍ زيان كوي،بايد پرائیویټائزیشن ته حکومت پام لرنه وكړي ۔ ده ووئيل پاکستان څخه ترهه ګري ختمه شوې او د پاکستان حکومت امن ته پام لرنه كوي چې ورسره به هېواد كښې نړيواله سرمایه کاری زياته شي۔ ده ووئيل حکومت د معیشت ښه والې له په مالی نظم او ضبط عمل کوي چې ورسره ځينو څانګو پرمختګ كړې۔ ده ووئيل د روان مالی كال په مهال د قامی معیشت شرح نمو 5.8 فیصده ده كومه چې د تيرو 30 كلونو كښې تر ټولو زياته ده۔ صلاحكار ووئيل حکومت په افراط زر قابو موندلو او برآمدات زياتولو له خاص پیکیج معارفي كړې او برآمدات كښې د 5 فیصده څخه زياته اضافه شوې۔ ده ووئيل د هېواد ځينې مسئلې حل كړې شوي ، درآمدات کم شوې او برآمدات زيات شوي چې ورسره خسارہ کمه شوې ۔ مفتاح اسماعيل ووئيل 5.8 فیصده شرح نمو دومره زياته نه ده مونږ له روزګار وركولو له قامی معیشت 6 فیصده څخه زياتولو ته اړتيا ده دغسې چې وګړو ته روزګار وركړے شي۔ ده ووئيل د هېواد څخه د غريبۍ ختولو له مونږ له 10 فیصده شرح نمو ته اړتيا ده ٬ پاکستان كښې غیر ملکی سرمایه کارۍ له به د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځول وي۔ ده ووئيل سرمایه کارو ته وئيل غواړي چې دلته د امن كومه مسئله نشته او کاروباری خرڅونه هم كم شوي۔ د توان په مسئله قابو موندلې شوي او صنعتونو له د هغوي د حاجت له مخې برېښنا وركړې كېږي۔ ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) حکومت هېواد كښې د توان انقلاب راوستې۔په 70 كلونو كښې 20 زره میګاواټ برېښنا پیدا کړې شوي دغسې اوسني حکومت په 5 كلونو كښې 10 زره میګاواټ څخه زياته برېښنا پيدا كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Economic growth through infrastructure development
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Soldier martyred in firing by terrorists in Waziristan: ISPR
-
NAB granted 14-day physical remand of Shehbaz Sharif
-
Pakistan spending $10bn per annum for debt repayment
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued